1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان له افغان نشه يي موادو سره په مبارزه کي مرسته غواړي

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه

د تاجکستان جمهوررئيس اماعلي رحمان وايي چي هيواد ئې له افغانستان سره په سرحد کي د مخدره موادو د قاچاق مخنيوي په يوازي سر نه سي کولای.

https://p.dw.com/p/14W1D
انځور: picture-alliance/dpa

امام علي رحمان وايي چي که څه هم په سرحد کي د نورو کلونو په پرتله په امنيتي وضع کي ښه والی راغلی دئ خو د مخدره موادو د قاچاق ستونزه لا پرځای پاته ده:

«که سړی نننۍ امنيتي وضع له ۱۰ يولس کاله مخکي سره پرتله کړي نو ويلای سو چي ډير ښه والی پکښي راغلی دئ.»

د ۲۰۰۵ کال تر دوبي پوري د افغانستان ـ تاجکستان پوله د روسيې د سرحدي ځواکونو له خوا ساتل کېدله، چي وروسته بيا دغه مسئوليت تاجکي ځواکونو ته وسپارل سو.

اوس هم په تاجکستان کي د روسيې د سرحدي ځواکونو مشاورين تاجکي ځواکونو ته د سرحد ساتلو په برخه کي مشورې ورکوي.

د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان وايي چي د مخدره موادو قاچاق ددواړو هيوادونو افغانستان او تاجکستان له پاره ستره ستونزه ده.

«د مخدره موادو سره د مبارزې اداري، لکه څرنگه چي په تاجکستان کي له دې موادو سره په ريښتيا مبارزه کوي دغه راز په افغانستان کي هم مبارزه کيږي. خو له دې سره بايد نړيواله مبارزه وسي.»

د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي د افغانستان ۲۰ سلنه نشه يي مواد د هغه هيواد د شمالي گاونډيو هيوادونو له لاري قاچاقيږي، چي په دې کي ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان راځي.

د راپور پر اساسي دغه نشه يي مواد بيا له دغو هيوادونو څخه قرغزستان، قزاقستان او روسيې ته رسيږي چي وروسته بيا اروپا ته استول کيږي.

امام علي رحمان وايي، چي له دغه موادو سره د مبارزې له پاره موږ نړيوالي مرسته ته سخته اړتيا لرو:

«د نشه يي موادو قاچاق هم د تروريز په شان ستره ستونزه ده چي دا يوازي په افغانستان، تاجکستان يا مرکزي اسيا پوري تړلې نه پاتيږي.»

تير کال په تاجکستان کي ۴،۲ د افغانستان جوړغير قانوني نشه يي مواد نيول سوي دي.

د تاجکستان د مشر په خبره په افغانستان او تاجکستان کي هغه کيمياوي مواد چي هيروين ځني جوړيږي نسته، دا چي دغه مواد په زياته اندازه له کومه ځايه راځي ستره پوښتنه ده؟

دغه په خبره ددغه وژونکو نشه يي موادو سره بايد نړيواله مبارزه وسي، او ټولي هغه ډلي چي ددې قاچاق د پراخوالي هڅي کوي بايد و ځپل سي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم