1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پيلوټه الوتکي پنځه ياغيان وژلي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۱۵, سه‌شنبه

یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په قبايلي سيمه کي د سه شنبې په ورځ پنځه شکمن یاغیان ووژل. چارواکو ویلي دی چې له دې سره په تیرو درو ورځو کې د هوایي بریدونو په جریان کې د وژل شویو یاغیانو شمیر ۱۸ تنو ته ورسید.

https://p.dw.com/p/1DRYW
انځور: picture alliance/dpa

په وروستي برید کې بې پیلوټه الوتکې د جنوبي وزیرستان په شوال سیمه کې یو کور په نخښه کړ. وزیرستان چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی په سیمه کې د طالبانو پیاوړی پټنځای بلل کیږي.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکو اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور باندي درې توغندي وتوغول چې له کبله یې پنځه تنه یاغیان ووژل شول.»

یوه بل امنیتي چارواکي بیا دغه برید منلي دی او ویلي یې دي چې تر اوسه پورې په برید کې د وژل شویو کسانو هویت روښانه شوی نه دی. دغه چارواکي زیاته کړه چې په همدې سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کي د قربانيانو شمېر چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوی وو اوس اتو تنو ته لوړ شوی دی. چارواکو ویلي دي چې یوه بل برید تر دې یوه ورځ د مخه پنځه تنه نور یاغیان هم ووژل.

وزیرستان په تیرو کلونو کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو یو پټنځای پاته شوی دی. په همدې سیمه کې د القاعدې په گډون یو شمیر ترهگرو ډلو هم خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.

واشنگټن د څو کلونو له پاره پر اسلام آباد باندې فشار راوست چې په دې سیمه کې پر طالبانو باندې بریدونه وکړي، چې بالاخره پاکستان دغه بریدونه د روان کال په جون میاشت کې پیل کړل. تر اوسه پوري د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۰۰۰ یاغیان او ۸۶ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

خبریالان ډیر وخت دې سیمې ته سفر کولای نه شي، نو له دې کبله په سیمه کې د مرگ ژوبلي شمیرې تر اوسه پورې د کومې خپلواکې سرچیني له خوا تصدیق شوي نه دي.

پاکستان وخت نا وخت په خپله خاوره کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد اعتراضونه کوي او ټینگار کوي چې دا د دغه هیواد د خپلواکمني خلاف اقدام دی.

خو ډیر شمیر څارونکي وایي چې دغه بریدونه په اصل کې د پاکستان د حکومت په هوکړه د دې هیواد په خاوره کې ترسره کیږي. په اسلام آباد کې دولتي چارواکو دا خبره په کلکه ردوي