1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: له ايران سره موافقه د امريکا د ملي امنيت په زيان ده

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له یهودي پانگوالو سره د لیدنې پر مهال د ایران په اړه د اوباما پر سیاست نیوکه وکړه. بوش اوباما ساده وباله او ويې ویل چې له ایران سره موافقه په اوږدمهال کې د امریکا د ملي امنیت په زیان ده.

https://p.dw.com/p/1FFvm
انځور: Reuters

بوش د جمهوریت غوښتونکو له ائتلاف او امریکایې یهودانو سره د یوې غیري علني غونډي په ترڅ کې د ایران په اړه د اوباما پر سیاست نیوکه وکړه.

بوش په دغه غونډه کې چې په لاس ویگاس کې څو ورځي وړاندي د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه، د ایران د اټومي خبرو اترو په تړاو اوباما ساده مزاجه وباله. هغه همدارنگه پر ایران د لگول شوو بندیزونو لغو کولو سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په حواله په دغه غونډه کې چې۷۰۰ تنو یهودي پانگوالو گډون درلود، بوش وویل چې نه غواړي پر اوباما انتقاد وکړي، بلکې غواړي پر ایران چې اوباما یې ستاینه کوي نیوکه وکړي. په عین وخت کې هغه خپلو مخاطبانو ته د اوبا له پاره هیڅ کوم مشخص وړاندیز نه درلود.

بوش وویل که څه هم د اوباما هدف دا دی چې ایران له خپل اټومي پروگرام څخه لاس واخلي، خو دی د ایران د اټومې لانجې د خبرو اترو په هکله د اوباما پر سیاست شک لري. هغه دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا دا به عاقلانه کار وي چې پر ایران لگول شوې بندیزونه لري شي؟ په داسې حال کې چې دغه هیواد خپل تحقیقات جاري ساتلي دي.

بوش زیاته کړه چې امریکا متحد ایالتونه به د بندیزونو د لغو کولو په صورت کې خپل بریالیتوب له لاسه ورکړي. نوموړي د خپلو خبرو په وضاحت کې وویل چې ولې د هغه په اند اوباما له خپلو سیاستونو سره په نړیواله کچه امریکا د انزوا پر لور روانه کړی دی.

د متحدو ایالاتو پخواني ولسمشر زیاته کړه چې که اوباما له ایران څخه په دومره سادگۍ بندیزونه لیري کړي، نو د دغه هیواد له نیت څخه غلط برداشت لري.

جورج بوش، د ایران ولسمشر حسن روحاني یو نرم مزاجه انسان وباله، خو په عین وخت کې یې ټینگار وکړ چې باید دا پوښتنه وشي چې د هغه له راتگ سره د ایران په صحنه کې نوې سیاست رامنځته شوې او که یوازي ویاند بدل شوی دی؟

سیمه ییز سیاست دا ایجابوي چې اټومي موافقه رامنځته شي

بوش وویل چې د بندیزونو د لیري کولو له پاره د اوباما پروگرام له دې ژمني سره چې که هر وخت ایران په خپلو کړو ژمنو وفا ونه کړه، نو بندیزونه به بیرته نافذ شي، عملي نه دی. هغه په اوږد مهال کې له ایران سره موافقه د امریکا متحدو ایالاتو د ملي گټو په زیان وبلله.

بوش زیاته کړې: «تاسي فکر کوې چې د منځنۍ اسیا وضعیت اوس بحراني دی؟ داسې تصور وکړئ دغه وضعه به زموږ د راتلونکو نسلونو له پاره هم همدا ډول وي. دا هغه څه دي چې امریکایان به یې د ایران له موافقې څخه ترلاسه کړي.»

بوش همدارنگه وړاند وینه وکړه چې اوباما به له داعش سره په جگړه کې ماته وخوري.