1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بهرني کارګر په جنوبي کوريا کي استثماريږي»

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۳ مهر ۲۸, دوشنبه

د بخښني نړیوال سازمان یا امنستي انترنیشنل په جنوبي کوريا کي د ګرځنده کارګرو پر استثمار، تیر ايستنې او جبري کار اخيستنې سختي نيوکي کړي دي. ياد سازمان په دغه موضوع کي د جنوبي کوريا د کاري جواز سيستم هم پړن بولي.

https://p.dw.com/p/1DYkh
انځور: Amnesty International/Robert Godden

امنستي انترنیشنل په خپل نوي راپور کي په جنوبي کوريا کي د بهرنيو کارګرو پر بد حالت سختي نيوکي کړي دي. په دغه راپور کي د کمبوديا د يوه کارګر په حواله راغلي دي: «ما په دوامداره توګه او هره ورځ د سهار د شپږو بجو څخه بيا د شپې تر نيمايي پوري د سابه په يو فارم کي کار کاوه. ماته په ټوله ورځ صرف د خوراک له پاره د يو ساعت د تفريح کولو اجازه وه. کله چي به موږ د ستړيا څخه خپل بدن کش کړ، نو به د کار مشر راته په غوسه سو [...] کله چي ما د کار د ادارې څخه شکايت وکړ، نو چارواکي پر تليفون زما د کار د مشرې سره خبري وکړې. دغه چارواکي پر تليفون زما د کار د مشر ژمنه ومنله چي بيا به داسي نه کوي. خو د هغه وروسته د کار شرايط هم هغسي پاته ول او هيڅ شی بدل نه سو.»

د بخښني نړیوال سازمان د ياد کمبوديايي کارګر تر څنګ په جنوبي کوريا کي د ۲۸ کډوالو کارګرو سره مرکې کړي دي. ياد سازمان د دغو مرکو پر اساس د «تريخ حاصل» په نوم يو راپور چمتو کړی دی چي پکښي په سويلي کوريا کي د بهرنيو کارګرو سره پر بد چلند نيوکي سوي دي.

په دغه راپور کي د ختيځي آسيا په دغه هيواد کي د هغو کارګرو ژوند او کار ته کتنه سوې ده چي د فارمونو په سکتور کي مزدوري کوي. دغه راپور چي ۸۷ پاڼي لري پکښي د کارګرو پر ضد د تیرايستنې، تذليل، تاوتريخوالي، انساني قاچاق، د اوسیدنې د ډيرو خرابو شرايطو، د اوږده ورځني کار، د پوره معاش نه ورکولو او په اوونۍ کي د آرامي ورځي د نه درلودلو غوندي ستونزي يادي سوي دي.

«د هيواد پر مخ یو داغ»

ياد سازمان د پوښتل سویو کارګرو څخه د هغوی د ورځني کار د ساعتونو په هکله معلومات اخيستي دي. د دغو معلوماتو له مخي دوی په یوې ورځي کي په اوسط ډول ۱۰ ساعته او د مياشتي ۲۸ ورځي کار کوي. د راپور له مخي پوښتل سوي کارګر د کاري قرارداد برخلاف په مياشت کي حد اقل ۵۰ ساعته زيات کار کوي. د پوښتل سویو ۸۷ کارګرو څخه ۲۳ کارګرو ويلي دي چي دوی ته تر ټاکلي وخت څخه د زيات کار او د کلنيو رخصتيو له پاره هيڅکله پيسې نه دي ورکړل شوي.

د بخښني د نړیوال سازمان د آسيا د اړونده څانګي د کډوالې د چارو کارپوه کانګ موی کو وايي: «د سويلي کوريا په فارمونو کي د کډوالو کارګرو استثمار د دغه هيواد پر مخ يو داغ دی. چارواکو داسي يو شرمونکی سيستم رامنځ ته کړی دی چي له کبله يې انساني قاچاق، استثمار او جبري کار د غوړېدو اجازه تر لاسه کړې ده.»

دغه سازمان وايي چي د جنوبي کوريا د کاري جواز لس کاله زوړ سيسټم هم د دې سبب ګرځي چي د کډوال کارګرو د حق تلفيو چانس زيات سي. ياد سازمان نيوکه کوي چي په دغه سيستم کي د فارمونو د سيکتور کډوال کارګر د هغو حقونو څخه برخمن نه دي چي د هيواد نور کارګر ورڅخه برخمن دي. د امنستي انترنیشنل په وينا بايد کډوال او بهرني مزدوران د کار د جواز تر لاسه کولو پر وخت د خپل کارځای د بدلولو او د بد استثماري چلن پر وخت د شکايت حق ولري.

د ورتګ لوړ مصارف

په جنوبي کوريا کي د کمبوديا، نيپال او وېټنام تقريبا شل زره کارګر په مزدوريو بوخت دي. د بخښني د نړیوال سازمان د راپور له مخي په دغو کي زياترو يې جنوبي کوريا ته د رارسیدو له پاره دومره پيسې مصرف کړي وي، چي دوی يې بيا په دوو کالو کار هم بیرته نه سي ګټلای.

امنستي انترنيشنل د جنوبي کوريا پر اړوند ادارو او سياستوالو ږغ کړی دی چي په خپل هيواد کي د کډوالو کارګرو د کار او ژوند د حالاتو او شرايطو د سمولو له پاره بهتره شرايط رامنځ ته کړي. په دې ترڅ کي د کاري جواز په سيستم کي د اصلاحاتو وړانديز هم سوی دی.

ياد سازمان د نورو سازمانونو سره په ګډه د جنوبي کوريا حکومت ته يو لړ وړانديزونه کړي دي چي له مخي يې بايد د کډوالو کارګرو استثمار او حق تلفي ته د پای ټکی کیښودل سي. په دغو وړانديزونو کي يو دا هم دی چي کډوال کارګر بايد د هغو حقونو څخه برخمن وي لکه کورني کارګر چي يې لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب