1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بنديزونو د روسيې اقتصاد زمانمن کړی دی»

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۵, یکشنبه

د اروپايي اتحاديې لخوا پر روسيې د لګول سوو بنديزونو په تړاو د ماسکو غبرګون سوړ دی. خو کارپوهان وايي چي دغه بنديزونه بې اثره نه دي.

https://p.dw.com/p/1CjZw
انځور: picture alliance/chromorange

د آلمان حکومت غواړي چي د اوکرايين په کړکیچ کي د اروپايي ټولنې د بنديزونو ملاتړ وکړي، دا د هغه باوجوده چي ښايي پخپله د آلمان اقتصاد ته هم د دغو بندیزونو له کبله تاوان ورسیږي.

د آلمان د ماليې وزير ؤلفګانګ شويبله ويلي دي چي پر روسيې باندې د بنديزونو د لګول ستر هدف په اروپا کي د ثبات او سولې خوندی ساتل دی او دا تر بل هر څه څخه «زيات لومړيتوب» لري. نوموړي دا څرګندونې د «بلډ ام زونټاګ» نومي آلمانۍ ورځپاڼي سره د مرکې پر وخت کړي دي.

شويبله ويلي دي چي که دی او يا هم د اقتصاد وزير زيګمار ګابريل د دې څخه خبرداری ورکړي چي پر روسيې د بنديزونو لګول به آلماني اقتصاد ته تاوان واړوي، نو بيا به دوی د خپل وزارتونو لپاره «غوره وزيران» نه وي. د نوموړي په وينا په اصل کي د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو لوی خطر « سولی او ثبات ته تاوان اړول دي.»

په داسي حال کي چي اروپايي اتحاديې تر اوسه د يو شمېر روسي اتباعو او لږ شمېر شرکتونو په وړاندي بنديزونه لګولي دي، پر دې هم غور روان دی چي دغه بنديزونه پراخ کړل سي. خو روسيې تر اوسه د ورباندي لګول سوو بنديزونو په ترڅ کي داسي غبرګون ښيي لکه اقتصاد ته چي يې زيات زيان نه وي اوښتی.

«بنديزونو د روسيې پر اقتصادی منفي اغېزې کړي دي»

زيات شمېر اقتصاد پوهان په دې آند دي چي پر روسيې لګول سوو بنديزونو اوس لا د نوموړي هيواد پر اقتصاد منفي اغېزې کړي دي. د بېلګي په توګه د روسيې د پيسو «روبل» ارزښت د ډالر په مقابل کي راټيټ سوی او د هيواد څخه د سرمايې تېښته ادامه لري. د آلمان د اقتصاد د انسټيټيوټ رئيس ميشايل هيوتر، وايي چي لګول سوي بنديزونه تر اروپايي اقتصاد و روسي اقتصاد ته زيات تاواني دي.

هيوتر د ماسکو د سوړ غبرګون په تړاو وايي: « روسيه حقيقت نه وايي او ځان ښيي. په حقيقت کي د روسيې اقتصاد پر متزلزل بنسټ ولاړ دی. کله چي پوتين د روان قرن په پېل کي راڅرګند سو نو يې پلان دا ؤ چي روسيه په صنعتي برخه کي داسي پر مخ بوزي چي هم په دې ډګر کي د نوري نړۍ سره د سيالۍ وړ وګرځي او هم يې اقتصاد صرف پر نفتو او ګازو نه وي ولاړ. خو دغه پلان تر اوسه عملي جامه نه ده اغوستې. روسيه اوس هم د بېلګي په توګه د آلمان څخه په زياته اندازه و ماشينونو، کيمياوي توليداتو او صنعتي دستګاؤ ته اړتيا لري چي دغه اړتيا تر اوسه نه ده کمه سوې.»

د امريکا متحده ايالات او اروپايي اتحاديه د روسيې څخه غوښتنه لري چي د اوکرايين په لانجه کي د بيلتون غوښتونکو په وړاندي خپل نفوذ د لانجې د آرامولو په موخه وکاروي. لوېديځ هيوادونه په زياته بيا په دې نظر دي چي د اوکرايين په ختيځه سيمه کي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو لخوا د ماليزيا د مسافر وړونکې الوتکي د احتمالي ويشتل کېدو وروسته، روسيه د دغې لانجې په روښانه کولو کي اړين رول نه لوبوي.