1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري حقونه: بچه بازي دي غير قانوني سي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بچه بازۍ په هکله د یوې نوي څېړنې په خپرولو سره خبرداری ورکړی دی چې که چیري دغه پدیده غیر قانوني ونه گرځول شي، نو له یوه نسل څخه به بل ته تکرار شي.

https://p.dw.com/p/1CyCd
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په رپوټ کې زورواکان، خپلسره وسله وال کسان او حتی ملایان او نفوذ لرونکي کسان د بچه بازۍ د عاملینو په توگه پېژندل شوي دي.

د بشري حقونو اندېښنه دا ده چې د بچه بازۍ زیاتره قربانیان هغه بې سواده ماشومان دي چې بې وزله دي. د نوموړي کمېسیون په وینا قرباني شوي ماشومان په دوامداره توگه د تیري ښکار گرځي او د بچه بازۍ ځینې عاملین د هغوی فلمونه اخلي او گواښي یې که چیري دغسې عمل نه وکړي، نو فلمونه به یې د نورو په اختیار کې ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشري سیما ثمر، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست۲۰مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «په افغانستان کې بچه بازي په مختلفونو شکلونو رواج ده. یا د کورنیو له بې وزلۍ څخه استفاده کیږي او یا حتی په زور، پلمو او عجیب او غریب وعدو باندي ماشومان دې ته واداره کوي چې په دوکانونو رستورانونو او نانوایي کې کار وکړي.»

د بشري حقونو کمېسیون مشرې په دې هکله اندېښنه څرگنده کړه، چې کله چې د بچه بازۍ قربانیان لویږي، ټولنه له هغوی فاصله نیسي او دغه قربانیان د ځوانۍ په سن کې پخپله د بچه بازۍ عاملین گرځي او له ټولني خپل غچ اخلي.

هغه جرم چې نه تعقبیږي

د افغانستان په قوانینو کې د بچه بازۍ له پاره کومه جزا نشته. د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وایي چې د جزا قانون یوازي د لواط عمل جرم ټاکلی دی خو د کمېسیون په وینا هغه بسنه نه کوي. د نوموړي کمېسیون مسئولان وایي چې د قانون ځیني پلي کوونکي لکه د پولیسو قوماندانان په داسې محفلونو کې گډون کوي چې په هغه کې ماشومان نڅول کیږي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په باور بچه بازي یو ډول جنسي ناوړه استفاده او بد چلند دی او له ځینو ماشومانو څخه د غلامانو په توگه گټه اخیستل کیږي. د کمېسیون مسئولان وایي چې بچه بازي باید یو جرم وگڼل شي او دغه پدیده په قانون کې هم د جرمي وصف په توگه وگڼل شي.

سیما ثمر په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «حکومت باید یو څو کارونه وکړي، لومړی دا چې بچه بازي باید جرم وگڼل شي. نه یوازي د لواط برخه، بلکي د هلکانو ساتل، نڅول او دا ډول نوري ناوړه گټې اخیستني باید جرم وگڼل شي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جنسیت او بشري حقونو د څانگې مسئول حکمت شاهي، په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې له درو کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د استخدامولو مخنیوی کیږي او د لواط عاملین هم مجازات کیږي: «له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت، د قانون له مخې اجرات کوي. لواط وصفي جرم دی او هغې ته رسیدگي کیږي.»

د بشري حقونو په څېړنیز رپوټ کې د بچه بازۍ د ۳۶ عاملینو او ۳۱ قربانیانو سره مرکې شوي دي. د دغه څېړني ارقام ښيي چې نه یوازي مجرد کسان بلکې د عاملینو په ډله کې متاهل کسان هم موجود دي.