1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالتيمور: د پوليسو تورن کېدل مثبت ارزول کيږي

محمد قاسم نوري / ګيرو شليس۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۲, شنبه

د بالتیمور اوسیدونکو د شپږو هغو پولیس مامورینو پر ضد د جزايی پروسه شروع کیدل د بریالیتوب د یوې مرحلې په حیث ولمانځل، کوم چي د یوه تور پوستي د وژل کیدو مسؤلیت ورپه غاړه کیږي. خو ډیری کسان بیا هم خوشبینه نه دي.

https://p.dw.com/p/1FJ56
انځور: DW/G. Schließ
خلگو د«بالتیمور، زموږ بالتیمور» شعارونه ورکول. کله چي خلگو د شپې تر کشمکشونو وروسته د یوه کنسرټ پر مهال، چي پکښی د بالتیمورسمفوني ارکسټر د خپل ښار سرود وږغاوه، نو خوشبیني او بدبیني دواړه پکښي د ورایه ښکاریده. درې ورځي وروسته په بالتیمور کی دنیا داسي خوشاله او ښه معلومیدله، لکه څنگه چي په سرود کي توصیف سوې ده. موټرانو هارنونه وهل او خلگو پر سړکانو باندی خوشالی کولې او بدلي یې ویلې. د پولیسو هغه هلیکوپترونه چي پردوی باندي راگرزیدله، دفعتأ نور خطرناکه نه معلومیدله او څوک یې نه تهدیوي.

ټکسي چلونکی ایدوارد واسټون وايي، تر هغه وروسته چي څارنوالي مېریلېن موسبای اعلان وکړ، چي دې د شپږو پولیس مامورینو پر ضد جزايي پروسه شروع سوې ده، کوم چي د فریدي گرې په مرګ کي يې مسؤلیت ورپه غاړه دی، نو دا یو نسبي بریالیتوب دی. واسټون وايي چي څو کاله دمخه یې پخپلو سترگو لیدلي وه، چي پولیس مامورینو یو ځوان تورپوستی په یوه پیاده رو کي وویشتی او مړ یې کړ.

په هغه وخت کي څلور شاهدان موجود وه، خو د پولیسو پر ضد هیڅ محاکمه شروع نسوه. واسټون اوس د محاکمې د شروع کیدو څخه ډیر په تعجب کي ندی، خو وايي چي اوسنۍ پروسه تر ډیر وخت وروسته د بالتیمور دپاره یوه ښه خبره ده. دی خوشاله دی او وایي چي ښار اوس کاملأ په یوه بل حالت کي دی.

«د وژلو قصد»

پخپله څارنواله مېریلېن موسبای د شپږو پولیس مامورینو پر ضد جزايي پروسې د شروع کیدو دلایل داسي بیانوي: «زموږ اساسي او بې طرفه تحقیقاتو او هم طبي معایناتو ښکاره کړه، چي ښاغلی فریدي گرې قصدأ وژل سوی دی. ځکه نو موږ دهغو شپږو پولیس مامورینو پر ضد جزايي پروسه شروع کوو، چي د نورو تر څنگ د سختو وهلو ، ټپي کولو، کومک نه کولو او تر یوه حده د وژلو د قصد درلودلو مسؤلیت ور په غاړه دی.»

په دې ډول به نو ۶ پولیس د فریدي گرې د وژلو په تور په محکمه کي جواب ووايي. د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما هم د دغي قضیې هراړخیزه توضیحاتو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي:«پر هر صورت بايد چي حقيقت پيدا کړل سي چي فریدي گرې ته څه ورپیښ سوي دي.»

که بالتیمور ته اوس نظر واچول سي، نو د هغه چهرې اوس ډیر تغیر خوړلی دی. سړی خوشاله او خنداني چهرې ویني. د ښار د مشکلي ناحیې، لکه غربي بالتیمور څخه خلگ د خپلو کوچنیو او تاریکو کورو څخه سړکانو ته راوزي او د گورنر لېري هوگان لخوا راغوښتل سوي د جمهوري رياست گارډ عسکر دفعتأ نور پردي نه ښکاري. یو ځوان تورپوستی، چی د دغو عسکرو څنگ ته ولاړ دی، وايي چي زه اوس ځان مطمیینه احساسوم.

د دغه ښار د ډیرو خلگو دپاره ځوانه څارنواله مېریلېن موسبای ډیره مهمه گرزیدلې ده. ډیری ځوانان د دې څخه د یوې قهرماني په حیث یادونه کوي. په یوه شعار کي لیکل سوي دي، چي« مېریلېن موسبای پر بالتیمور باندي گرانه ده.»

خو ځیني نوربیا لکه د ښار یو سک اوسیدونکی هېرپریت سنگ معتقد دی، چي د شپږو پولیس مامورینو پر ضد جزايي پروسې شروع کیدل دا معنی نلري، چي هر څه گټل سوي دي. دی وایي چی د پولیسو بې رحمي او وحشت هري خواته موجود دی. دی پخپله هم پولیسو یووار سخت ټکولی او وهلی دی. خو پردې ټولو سربیره لږ تر لږه د اوس دپاره بالتیمور د خوشالیو او خوښيو په څپو کي ډوب دی.