1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا په عراق کي دکلتوري شتمنیو ساتل غواړي

محمد قاسم نوري،آزانسونه۱۳۹۴ فروردین ۹, یکشنبه

ترهگری اسلامی دولت ډله یا داعش په عراق کي تاریخي ځایونه نړوی او چوروي یې . ځکه نو د ایټالیا د کلتور وزیر داریو فرانچِسکیني دپه اصطلاح «کلتوري شین خوليو »غوښتنه کړې ده .

https://p.dw.com/p/1Eyxo
انځور: picture-alliance/dpa

د ایټالیا د کلتور وزیر داریو فرانچِسکیني د «کلتوري ابداتو او آثارو دپاره د سولي ساتي عسکرو په ډول » د یوې قوې د جوړیدو غوښتنه کړې ده ، تر څو د عراق تاریخي آبدات ، هنري آثار او لرغوني او پخوانی ښارونه، لکه نیمرود او الحضر په اینده کي د اسلامی دولت-ISډلي د نړیدونکو او تخریبي اعمالو څخه وساتل سي .
په هغه مرکه چي فرانچِسکیني د برتانوی گارډین ورځپاڼی سره کړې ده ، او المانی «زیوډ ډویچه څایټونگ » د شنبه د ورځي په نشریه کي نقل قول ځيني راوړی دی ، په عراق کي یې د رسیدونکو تاوانو له کبله خپل خفگان او تشویش ښکاره کړی دی . دده په خبره ، یوه چټکه عملیاتي قوه باید په بحراني سیمو کي په آینده کي ددې غم وخوري ، چي د زرونوکلونو زاړه تاریخی آثار د مذهبي شخړو ښکار نسي . فرانچِسکیني وايی ، چي «پخوا دغسي ځایونه د بمباریو او جنگونو په جریان کی تاواني کیدل، خو نن ورځ دغه کلتوری شتمنی په شعوري او قصدي ډول تر حملو لاندي راځي او تخریبیږي .ځکه چه دغه ځایونه د یوې معیني زمانی او کلتور نخښي نښانې دي » په همدې دلیل نو ده د نړیوالي ټولني څخه غوښتنه کړې ده ، چي د اوسنیو تخریبي اعمالو له کبله سره متحد سي اودعراق ملاتړ وکړي .
ایټالیا دکلتوري شتمنیو د ساتلو په هکله یو وتلی مسلکي ټيم لري ، چي مرکز یې په روم کی دی او د «کلتوري میراث د ساتني د کوماندو په » نامه یادیږي . د الماني «زیوډ ډویچه څایټونگ » ورځپاڼی د معلوماتو پراساس ددنیا د ډیرو ملکو څخه مسلکي کسان روم ته ورځي ، ترڅو هلته دا زده کړي ، چي څنگه سړی غلأ سوي اثار تعقیبولای، د هغه کاپي او جعلی پيژندلای او عاملین یې په سزأ رسولای سي .
په همدې حال کي اسلامی دولت-ISډلي اعلان کړی دی ، چي پر غربي کلتوري آثارو او آبداتو به هم بریدونه تر سره کړي . په دغو ابداتو کي چي دوی یې نوم یاد کړی دی ، په واشنگټن کي سپینه ماڼی، د لندن بیگ بېن او فرانسې ایفل برج شامل دي .