1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايران له ۲۰۰۹ کال راهيسي حوثيانو ته وسلې لېږلې»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۱, جمعه

د ملگرو ملتونو د کارپوهانو يوې ډلي ويلي دي چي ايران له ۲۰۰۹م کال راهيسي په يمن کي حوثيانو ته وسلې لېږلي دي. د دغه راپور له مخي تر اوسه پوري لږ تر لږه له ايران څخه يمن ته په وسلو بار شپږ کښتۍ لېږل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1FIfv
انځور له آرشفه
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو د کارپوهانو هيئت راپور ورکړی دئ، چي ايران له ۲۰۰۹م کال راهيسي په يمن کي حوثيانو ته وسلې رسولي دي. دغه راپور تيره اوونۍ هغه مهال په ملگرو ملتونو کي پر ايران باندي د بنديزونو ځانگړي کمېټې ته وړاندي سوی دئ، چي دغه سازمان پر يمن باندي د سعودي عربستان د بمباريو د بندېدو غوښتنه وکړه.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، د ملگرو ملتونو د کارپوهانو هيئت په خپل راپور کي هغي ايرانۍ کښتۍ ته اشاره کړې ده چي په ۲۰۱۳م کال کي د يمن ځواکونو له خوا توقيف سوه.

د کارپوهانو له خوا د راټولو سوو اطلاعاتو پر اساس، دغه کښتۍ يمن ته د ايرانۍ وسلو د رسولو يوه نمونه ده چي سابقه ئې نزدې ۲۰۰۹م کال ته رسیږي.

په دغه رپوټ کي د يوه شاهد له قوله ليکل سوي دي چي د کب نيوني يوه ايرانۍ کښتۍ ئې ليدلې ده چي په پټه ئې په سوونو د ټانک او څرخۍ الوتکي ضد راکټونه ياغيانو ته رسول.

په دغه رپوټ کي راغلي دي: «څېړونکي گومان کوي چي ايران د دغو وسلو لېږونکی او اخيستونکي ئې په يمن کي حوثيان او يا په گاونډیو هيوادونو کي نوري وسله والي ډلي دي.»

د دغه رپوټ نور جزئيات شپږو نورو کښتيو ته هم اشاره کوي چي په پنځو کي ئې يمن ته وسلې لېږدولې.

د ملگرو ملتونو د کارپوهانو په دغه رپوټ کي دغه شان روښانه سوې ده چي د ۲۰۰۹م کال په اپريل مياشت کي په نړيوالو اوبو کي د يوې کښتۍ خدمې بې له دې چي د ايران نوم واخلي د يمن کښتيو ته ئې د وسلو صندوقان رسولي دي. دغه وسلې بيا په يمن کي فارمونو ته رسول سوي دي، څو د حوثيانو په اختيار کي ورکړل سي.

د ۲۰۱۱م کال په فيبروري مياشت کي هم د يمن امنيتي ځواک له خوا د کب نيوني يوه ايرانۍ کښتۍ ودرول سوه چي ياغيانو ته پکښې د ايران جوړ ۹۰۰ د ټانک او څرخۍ الوتکي ضد توغندي بار ول.

ايران د ۲۰۰۷م کال راهيسي د ملگرو ملتونو له خوا د وسلو له خرڅلاوه منع سوی دئ. د دغي قطعنامې له مخي له ټولو هيوادونو څخه غوښتل سوي دي چي د ايران د هرډول وسلو د انتقال په صورت کي دي عمل وکړي.

د شعيه حوثي ياغيانو اصلي مرکز د يمن په شمال کي وو. دوی له کلونو راهيسي د يمن حکومت په دې تورنوي چي گويا حوثيان ته ئې ډېر حق نه دی ورکړی.

يمن، سعودي عربستان او يو شمېر غربي هيوادونه پر ايران تور لگوي چي د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي. خو ايران دغه تورونه نه مني او پر سعودي عربستان باندي په يمن کي د مداخلې تور لگوي.

د سعودي عربستان په مشرتوب يو سمه ييز ائتلاف د مارچ مياشتي له ۲۶ نېټې راهيسي په يمن کي پر حوثي ياغيانو باندي هوايي يرغلونه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب