اوباما: د کيوبا سره به د اړيکو نوی باب پرانيزو
۱۳۹۳ آذر ۲۷, پنجشنبهد امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر باراک اوباما په دې نظر دی، چي د امريکا او کيوبا تر منځ اړیکي بايد عادي سي. هغه غواړي د دواړو هيوادونو تر منځ له ۵۰ کالو راهيسي يخی اړيکي تودې او کيوبا ته د ملګرتيا لاس وروغځوي.
اوباما له کيوبا سره د امریکا د نوو اړيکو پر موضوع په وينا کي په هسپانوي ژبه کيوبايان مخاطب کړل او په هسپانوي يې وويل: «موږ ټول امريکايان يو.» اوباما غواړي چي د امريکا او کيوبا اړيکي بهتره سي.
د اوباما په فکر دا يوه منطقي پروسه ده: «هغه چلن چي تر اوسه کېدی هغه زوړ سوی دی. دغه چلن په تيرو لسيزو کي، ځکه پاته راغلی چي زموږ لېوالتياو ته ګټه ورسوي. اوس به موږ د هغه پر ځای خپلي اړيکي عادي کړو.»
په هوانا کي د امريکا سفارت
په پام کي ده چي د کيوبا په پلازمېنه هوانا کي به امریکا متحدو ايالاتو یو سفارت پرانستل سي. د دې تر څنګ به د دواړو هيوادونو لوړ پوړي دپلوماتان د خبرو اترو له پاره ملاقاتونه کوي. پر کيوبا د لګول سوو تجارتي او اقتصادي بنديزونو يوه برخه به ليري کړل سي.
خو اوباما د کيوبا د خپل سياست له کبله له هر لور څخه ملاتړ نه دی تر لاسه کړی. بلکي برعکس، د جمهوري غوښتونکي ګوند استازو پر اوباما سختي نيوکي کړي دي. د امريکا په سنا کي د ياد ګوند د فلوريډا استازی مارکو روبيو په دې نظر دی چي د باراک اوباما دغه دريځ د سياسي تسليمۍ معنی ورکوي.
هغه وايي: «دغه ولسمشر نن ثابته کړه چي د بهرنيو چارو پاليسي يې نه دا چي بچه ګانه ده، بلکي دغه پاليسي بالکل ناخبره ده چي نړۍ څرنګه چليږي.»
د اوباما دليل دا دی چي د امريکا متحد ايالات له چين او ويتنام سره هم د اړيکو پر بهتره کولو کار کوي. د هغه په فکر د تماس او اړيکو درلودلو له لاري تغيراتو ته لاره هوارېدای سي. اوباما د دې تر څنګ له کيوبا سره د امريکا د اړيکو د بهتره کولو په تړاو د تر اندازې زياتو هيلو درلودلو خبرداری ورکړ.
هغه وويل: «زه دا تمه نه لرم چي هغه بدلونونه چي زه يې نن اعلانوم، هغه به د کيوبا ټولنه په يوه شپه کي بدله کړي.»
بنديزونه لا پاته دي
باراک اوباما پر کيوبا لګول سوي تجارتي او اقتصادي بنديزونه نه دي ليري کړي. دغه بنديزونه يوازي د امريکا کانګريس ليري کولای سي.
اوباما هغه اقدام کړی دی، چي د ده په واک کي وو. د اوباما پر دغه قدم تنقيد کوونکی جمهوري غوښتونکی روبيو وايي چي دغه اقدام به د دې سبب سي چي د کيوبا واکمن کاسترو لا زيات پياوړی سي. خو د اوباما د ديموکراټ ګوند استازي وايي چي له کيوبا سره د اړيکو بهتره کول په دې معنی نه دي چي امريکا به په کيوبا کي پر بشري حقونو ټينګار نه کوي.
اوباما د امريکا او کيوبا تر منځ د اړيکو په ترڅ کي د تاريخ يو نوی څپرکی پرانيست. دا چي دغه باب څرنګه پای ته رسيږي، دا به وخت وښيي.