1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د هېگل ستاېنه وکړه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۴, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د دفاع وزیر په توگه د چک هېگل، استعفا منلي ده او د هغه د خدمتونه ستاېنه یې کړې ده. هېگل هم ویلي دي چې د نوي کس تر معرفي کیدو پورې به خپل کار ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1DsYd
انځور: Reuters/Y. Gripas

بارک اوباما شا او خوا ۱۰ دقیقې د هیگل د څو لسیزو له ماموریت څخه مننه وکړه. هغه په خاصه توگه د وروستیو دوو کلونو په ترڅ کې د دفاع د وزیر په توگه د چگ هېگل کار وستایه. هېگل د دوشنبې ورځې په سهار ولسمشر اوباما ته خپله استعفا سپارلې وه.

اوباما هېگل ته په خطاب کې وویل: «کله چې ما تاسې دې دندې ته ونومولئ تاسې را ته وویل چې تل به ما ته خپلې صادقانه او له معلوماتو ډکې مشورې راکړئ. تاسې دا کار وکړ.» هغه زیاته کړه: «تاسې تل په مستقیم ډول ما ته خپلې مشورې راکړې دي.»

اوباما خبریالانو ته وویل چې هېگل هغه ته په لومړي ځل د روان کال په اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې غواړي له خپلې دندې څخه استعفا وکړي. د اوباما په خبره هېگل همدا وخت د خپل خدمت پای ته رسولو له پاره مناسب گڼلی وو. اوباما د ویتنام په جگړه کې د ښکیل پاتې شوي کس په توگه د هېگل ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه له امریکایي سرتیرو سره نزدې اړیکه رامنځ ته کړې وه.

اوباما وویل: «هېگل خپل ځان په تیرو شپږو لسیزو کې زموږ د ملت او سرتیرو خدمت ته وقف کړی دی.» اوباما د دفاع د وزیر په توگه د هېگل کار یوه بیلگه وگڼله او ویې ویل: «د یوه منندویه ملت په استازیتوب، زه له تا څخه مننه کوم.»

هېگل هم تر اوباما وروسته خبرې وکړې او هغو اصلاحاتو ته یې اشاره وکړه چې د دفاع د وزیر په توگه یې په پنتاگون کې رامنځ ته کړي دي. هېگل په یوه نسبې سخت وخت کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پاتې شو. د هغه د ماموریت پر مهال امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د راایستلو بهیر گړندۍ کړ او پېنتاگون د بودجې له بدلون سره مخامخ شو. په همدې موده کې په اوکراین کې هم کړکیچ پیل شو او د اسلامي دولت په نوم ترهگرې ډلې په عراق او سوریې کې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې.

هېگل وویل چې د یوه نوي دفاع وزیر تر معرفي کیدو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي: «زه به پر دې دنده پاتې شم او د تیرو دوو کلونو په شان به سخت کار وکړم. زه به هره ورځ هره شیبه سخت کار وکړم تر هغه وخته پورې چې د امریکا متحده ایالاتو سنا زما ځای ناستی تائید کړي.»

څوک به د هېگل ځای ناستی شي؟

د هېگل د استعفا خبر د لومړي ځل له پاره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړ. دغې ورځپاڼې همداراز د هغه د درو احتمالي ځای ناستو نومونه هم اخیستي وو چې په کې د دفاع وزارت مرستیال میکیلي فلوني، د پنتاگون پخوانی لوړپوړی چارواکی اشتون کارتر او دیموکرات سناتور جک رید شامل وو.