1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د نتنیاهو په خبرو کې نوي څه نه وو

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۳, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د اسرائیل د لومړي وزیر د څرگندونو په غبرگون کې ویلي دي چې د هغه خبرې یې نه دي اوریدلي، خو د وینا متن یې لوستلې دی. د بارک اوباما په وینا د نتنېاهو په وینا کې یې کومه نوې خبره نه ده موندلې.

https://p.dw.com/p/1EkhJ
انځور: Getty Images/W. McNamee

له ایران سره د اتومي پروگرام په هکله د لویدیځو هیوادونو د احتمالي موافقې په تړاو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د امریکا کانگرس ته د سه شنبې په ورځ وینا وکړه. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما تر دغه وینا دوه ساعته وروسته هغې ته غبرگون وښود.

اوباما وویل چې د اسرائیل لومړي وزیر په خپله وینا کې هیڅ کومه نوې خبره نه درلوده. هغه زیاته کړه: «هیڅ کومه نوې خبره یې و نه کړه او د هغې د ځای ناستې بلې کومې مناسبې حل لارې [د مذاکراتو له پاره] وړاندیز یې و نه کړ.»

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس په حواله اوباما ویلي دي، چې د نتنیاهو خبرې یې په ژوندۍ بڼه نه دي اوریدلي، خو د هغه د خبرو متن یې لیدلی دی چې په وینا یې کومه تازه خبره یې په کې نه ده موندلې.

د نوموړي په خبره د نتنیاهو خبرې «هماغه پخوانیو خبرو ته ورته دي، چې هغه په ژنیف کې د مؤقتي توافق پر ضد کړې وې، په داسې حال کې چې هماغه موافقتنامه د ایران د اتومي پروگرام د یوې برخې د ځنډیدو سبب شوې ده.»

د متحده ایالاتو ولسمشر په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «د نتنیاهو له خوا وړاندیز شوې حل لاره له ایران سره د موافقې پرځای، هر ډول موافقې ته له لاس رسۍ څخه ډډه کول دي. دا په داسې حال کې ده چې د موافقې د نه رامنځته کیدو په صورت کې به ایران اتومي وسلو ته د لاس رسي په خاطر خپلې هڅې دوه برابره ډیره کړي.»

د اسرائیل لومړي وزیر د امریکا کانگرس ته د وینا له پاره د جمهوري غوښتونکو د مشر په بلنه واشنگټن ته سفر کړی دی. دغه بلنه له سپینې ماڼۍ سره تر همغږۍ پرته تر سره شوې وه. نوموړي د سه شنې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې ۳) په ورځ خپله وینا کې له ایران سره توافق د یوه «بد توافق» په توگه یاد کړ.

د اسرائیلو لومړي وزیر زیاته کړه چې «دغه موافقتنامه به نه یوازې دا چې اتوم بم ته د ایران د لاسرسي مخه ونه نیولی شي، بلکې هغې ته د لاسرسي لاره به هواره کړي.» د هغه په وینا د اړتیا په صورت کې به اسرائیل په یوازې سره د ایران پر وړاندې ودریږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې د امریکا کانگرس ته د نتنېاهو د وینا وروسته، د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ درز لا پسې ژور شوی دی.

جمهوري غوښوتونکي د متحده ایالاتو د ولسمشر او سپينې ماڼۍ له مخالفت سره سره، واشنگټن ته د نتنیاهو وربلل کیدل یو مناسب گام بولي.

د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت برخې مشر سناتور میچ مک کانل، د نتنیاهو د خبرو په ستایلو سره وویل: «هیڅ یو هیواد د ایران د اتومي وسلو گواښ تر اسرائیلو ښه نه شي درک کولی.»