1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما : « افغان کاندیدان دي سره يو شي»

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۴, شنبه

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ پر دوو کاندیدانو غږ کړی چې خپلمنځي اختلافات پریږدي او د «ملی یووالی» د ساتلو لپاره یو بل ته لاس ورکړي. په عيني حال کي د رايو د تفتيش پروسه ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1CjFA
انځور: Reuters

د سپینې ماڼې د یوې وینا له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له دو مخکښو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې د رائیو د بیا شمیرنې د بهیر په هکله په خپلو کړو ژمنو باندی عمل وکړي ترڅو د افغانستان خلک د خپلو ورکړ شوو رائیو په پایلو باندي «اعتماد» ولري.

دواړو کاندیدانو د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو د رائیو په بیا شمیرنه وروسته له هغې موافقه وکړه چې د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر، جان کیري د هغوی دواړو ترمنځ د یو جوړجاړې مینځگړیتوب وکړ. خو اوس داسې ښکاري چې دغه پروسه ډیره ورو روانه وي. ویل شوي دي چې د دغې ستونزې یو دلیل د دواړو کاندیدانو ترمنځ وخت په وخت نه توافق دی. د رپوټونو له مخې د پنجشنبه تر ورځې پورې د رائیو له ۲۳ زرو صندقونو څخه یواځې ۱۰۰۰ صندوقونه تر پلټنې لاندې نیول شوي دي.

د سپینې ماڼۍ په یوې وینا پاڼې کې راغلي دي چې اوباما له دواړو کاندیدانو څخه مننه وکړه چې د رائیو د بیا شمیرنې د پایلو د منلو لپاره یې موافقه کړې ده، خو هغه وویل چې « د اساسي قانون خلاف اقداماتو» گواښ ورکونکې ویناوې د توجیه وړنه دي.

«تاريخي ديموکراتيک انتقال»

د ټاکنو د دوهم پړاو د رائیو د شمیرنې د لومړیو پایلو له مخې اشرف غني احمدزي د عبدالله عبدالله په نسبت مخکې شو، خو عبدالله دغه پایلې ونه منلې او په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا وکړه.

US-Außenminister John Kerry in Afghanistan mit Ashraf Ghani und Abdullah Abdullah
انځور: Reuters

سپینې ماڼۍ وویل: « ولسمشر دواړه کاندیدان تشویق کړل چی خپل هغه سیاسي کاري چوکاټ چې له دې مخکې پر موافقه کړې په ښکاره توگه تائید کړي او د هغه د تطبیق په تفصیلاتو باندې خپل دیالوگ ته دوام ورکړي ترڅو د افغانستان خلک په بشپړه توگه د ټاکنو په روان بهیر او د هغه په پایلو باندې اعتماد وکړي.»


سپینې ماڼۍ وویل چې اوباما له « ډاکتر عبدالله او ډاکتر غني څخه وغوښتل چی د دې تاریخي دیموکراتیک انتقال په ترځ کې یو بل سره د همکارۍ په فضا کې او د ملی یو یوالي د ساتلو لپاره مخ په وړاندي قدم واخلي.» سپینې ماڼۍ دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزیر، کیري کولای شي چې له دواړو اړخونو سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.


د دغو ټاکنو پایلې به وښیي چې څوک د واکمن ولسمشر حامد کرزي ځای نیونکی گرځي. کرزی د طالبانو د رژیم له نسکوریدو څخه را په دې خوا څه د پاسه یوه لسیزه په افغانستان کې حکومت کوي. په ټاکنو کې ستر خنډ کیدای شی چې هغه یو تړون ته ستونزې پیدا کړی چې د هغه له مخې امریکا متحده ایالات غواړي له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته کابو ۱۰ زره نور سرتیري په افغانستان کې پريږدي.