انځورونه: په هرات کې د افغان هوایي ځواکونو نوي تأسیسات
ناټو له څو مودې راهیسې د افغان هوایي ځواکونو پر روزنه او تجهیز باندې لا ډیر تمرکز کړی دی. په هرات کې د دغو ځواکونو له پاره جوړ شوي تازه تأسیسات د همدې تمرکز نښانه ده.
له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو سره، د افغان هوایي ځواک اهمیت لا پسې ډیر شوی دی ځکه چې اوس باید پخپله افغانان د هوا له لارې د ځمکنيو عملیاتو ملاتړ لا پسې ډیر کړي.
اوس افغان امنیتي ځواکونه د پخوا په څیر د ناټو هوايي ملاتړ نه لري او له دې کبله یې د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
افغان چارواکو تل د هیوایي ځواکونو پر تجهیز باندې ټینگار کړی دی او له دې کبله یې ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده چې افغان ځواک پیاوړی هوایي ملاتړ نه لري.
افغان هوایي ځواک اوس مهال یوازې څو ترانسپورتي او جنگي الوتکي لري.
د افغانستان په لویدیځ کې په داسې حال کې د افغان هوایي ځواکونو له پاره نوي تأسیسات جوړ شوي دي چې د تیر کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه.
د ناټو د جنگي ماموریت له پای ته رسیدو سره ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شول. له دې سره د دغو ځواکونو د وړتیا په اړه اندیښنې هم زیاتې شوې دي.
د افغانستان په لویدیځ کې د هوایي ځواک له پاره نوي تأسیسات د امریکا متحده ایالاتو په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونو ډالرو په لگښت جوړ شوي دي.
چارواکي وایي چې نوي تأسیسات به د افغان هوایي ځواکونو پر اغیزمنتیا باندې مثبته اغیزه وکړي.
د دې پروژې یوه مهمه برخه د څرخي الوتکو د ترمیم له پاره تأسیسات دي.
د دغو تأسیساتو د پرانیستلو په مراسمو کې د ناټو چارواکو وویل چې تر راتلونکي اوړي پورې به افغان هوایي ځواک په لا ډیرو جنگي څرخي الوتکو او تأسیساتو مجهز شي.