انځورونه: پنجشیر تر وژونکې واورې ښویدنې وروسته
د افغانستان په شمال لویدیځ کې پروت غرنی ولایت پنجشیر په وروستیو ورځو کې له یوه سخت ناورین سره مخامخ شوی دی. اوس هم تر واورې لاندې د پاتې شویو کسانو د موندلو له پاره هڅې روانې دي.
افغان چارواکي وايي چې په پنجشیر کې د واروې ښویدنې په پیښو کې تر اوسه پورې د ۱۶۵ کسانو وژل تائید شوي دي. د دې احتمال شته جې هغو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وي چې تر اوسه پورې لا درکه دي.
په پنجشیر کې تر یوه وچ او معتدله ژمي وروسته دوه ورځې ډیرې سختې واورې وشوې. د دې ولایت په ځینو سیمو کې آن تر دوو مترو پورې واوره شوې ده.
پنجشیر له څو ورځو راهیسې په غم کې ډوب دی. د ډیر شمیر کلیو اوسیدونکې د هغو کسانو د مرستې له پاره سره راټول شوي دي چې اوس هم تر واورو لاندې ورک دي. په دې انځور کې خلک د یوه کس د جنازې په مراسمو بوخت دي.
په پنجشیر کې ډیر شمیر کورونه له خامو خښتو او خټو جوړ دي او له دې کبله د واورې ښویدنې پر وړاندې مقاومت نه لري. د وروستۍ واورې ښویدنې له کبله ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.
هغو کسانو چې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. خو ډیرې لارې د واورو له کبله تړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دولتي او غیر دولتي سازمانونو ژمنه کړې ده چې اړینو کسانو ته به مرستې ورسوي.
د قربانیانو کورنۍ له نااوړه شرایطو او تر واورې لاندې شویو کسانو د راایستلو د بهیر له ورو والي سر ټکوي. په ډیرو ځایونو کې خلک په خالي لاسونو د بند پاتې شویو کسانو د راایستلو هڅې کوي.
اوس د افغانستان ملي اردو هم له زیانمنو کسانو سره د مرستې په موخه سیمې ته رسیدلې ده.