انځورونه: درې بعدي نقاشي، په افغانستان کې نوی هنر
یوه ځوانه افغانه نجلي د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې پر سړکونو او دیوالونو باندې درې بعدي نقاشۍ کوي او له دې لارې د افغان میرمنو ستونزې نندارې ته وړاندې کوي. هغه پر ویچاړو شویو ودانیو باندې گرفتي هم رسموي.
شمسیه حسني له څو کلونو راهیسې د کابل ښار پر ویجاړو شویو ودانیو باندې گرافیتي کاږي او له دې لارې په خپل هیواد کې جگړه غندي. هغې په ۲۰۱۰ کال کې په کابل کې په دې برخه کې له انگلیسي روزونکو څخه زده کړ.
میرمن حسني درې بعدي نقاشي په اماتور ډول زده کړی دی او هڅه کوي نور ځوانان هم له دې هنر سره اشنا کړي.
اوس مهال هغه په کابل کې ځینې روزنیز ورکشاپونه په لاره اچوي.یو شمیر کسانو له دې سره د گرافتي زده کړې هم کړې دي.
د شمسه حسني درې بعدي نقاشي د کابل پر سړکونو باندې یو تازه کار دی.
میرمن حسني په یو شمیر کورنیو او بهرنیو نندارتونو کې هم گډون کړی دی.
له کبله چې د کابل ښار هوا ډیر له خاورو ډکه ده شمسیه نه شي کولای چې په سمه توگه خپل کارونه پر مخ یوسي.
شمسیه خپل ډیر شمیر هنري درې بعدي اثرونه په کور کې پر یوې پارچې باندې کاږي او بیا یې پر سړکونو باندې نصبوي.
هغه تر اوسه پورې په کابل کې اته درې بعدي اثرونه لري.
د شمسیې ډیری هنري اثرونه د افغان میرمنو پر ستونزو باندې تمرکز کوي.
هغه غواړي چې د خپل هنر له لاره د افغان میرمنو یو نوی انځور خلکو ته وښيي.