انځورونه: د یوه وژونکي وایروس پر ضد مقابله
پر ډیرو لوړو ستندردونه سربیره هم په اروپا او امریکا کې خلک د ایبولا په وایروس اخته شوي دي. محافظتي جامي او په هوایي ډگرونو کې د خلکو معاینات د دې وایروس د مخنیوي له پاره ډیر مهم دي.
د نرسانو او روغتیایي کارکوونکو له پاره مناسب محافظتي جامې ډیرې مهمې دي. پر دې سربیره د هغوی د بدن هغه برخې چې له جامو بهر وي په داسې موادو پوښل کیږي چې د ایبولا وایروس ورڅخه نه شي تیریدای. خو یوازې محافظتي جامې کفایت نه کوي باید نور تدابیر هم ونیول شي.
روغتیایي کارکوونکي باید د محافظتي جامو پر تن کول زده کړې او په دې برخه کې باید ډیر تمرین ولري. په دې انځور کې د آلمان په دوزیلدورف ښار کې یو کارکوونکي په محافظتي جامو کې ښوول شوی دی. هر ځل باید نوې محافظتي جامې واغوستل شي.
په دوزلدورف ښار کې د ایبولا د ناروغانو خونه په بشپړه توگه پوښل شوې چې وایروس ورڅخه بهر و نه وځي. د دغو خونو هوا فلتر کیږي او ورڅخه وتونکي اووبه هم تر ډیر خاصو مراحلو وروسته وځي.
تر هغه وروسته چې یو روغتیایي کارکوونکي به ایبولا اخته ناروغ سره مرسته وکړي، نو به یوه ځانگړې خونې کې د هغه جامې په خاصو موادو پاکیږي. تر دې مرحلې وروسته هغه کولای شي چې خپلې جامې په احتیاط وباسي.
کله چې روغتیايي کارکوونکي خپلې جامې باسي نو باید ډیر احتیاط وکړي. تر یو ځل استعمال وروسته، دغه جامې سوځل کیږي چې په کې احتمالي ځای پر ځال شوي وایروسونه بل کس ته و نه لیږدول شي.
که څه هم روغتیایي کارکوونکي له ډیر احتیاط څخه کار اخلي، خو بیا هم په ټولیز ډول په هسپانیې او امریکا متحده ایالاتو کې درې نرسان په دې وایروس اخته شوي دي.
په افرایقا کې هم اوس ډاکټرانو او نرسانو ته محافظتي جامې ورکړل شوې دي. دغو کسانو ته ورکړل شوې جامې تل په معیارونو برابرې نه وي.
د ایبولا په پایله کې د وژل شویو کسانو د ښخولو او یا سوزولو په مراسمو کې هم باید ډیر احتیاط وشي. د وژل شویو کسانو په بدل کې د ایبولا ډیر وایروسونه موجود وي او کولای شي چې ډیر کسان اخته کړي.
په هغو هیوادونو کې چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، د ایبولای وایروس کولای شي چې ډیر کسان ونیسي. په دې انځور کې لایبریا ښوول شوې ده چې روغتیایي کارکوونکي په خیمو کې د ناروغانو درملنه کوي.
په ځینو هیوادونو کې محافظتي جامې تر استعمال وروسته لمر ته اچول کیږي چې وایروسونه یې مړه شي او ورڅخه بیا استفاده وشي. په اصل کې باید دغه جامې یو ځل وکارول شي او بیا وسوځول شي، خو ضعیفه اقثصاد او د جامو لوړ قیمت په ځینو هیوادونو کې دغه کار ناممکنه کوي.
هغه مسافر چې په الوتکو کې سفر کوي د ایبولای وایروس د لیږد په برخه کې ډیر نقش لوبوي. له همدې کبله اوس په یو شمیر هوایي ډگرونو کې د ایبولا د معاینې مرکزونه جوړ شوي دي.