انځورونه: د بدني ښکلا له ورزش سره د افغان ځوانانو لیوالیتا
په وروستیو وختونو کې یو افغان ورزشکار پر دې وتوانید چې د سويلي آسيا په سياليو کي دوهم مقام خپل کړي. د بدني ښکلا له ورزش سره ورځ تر بلې د افغان ځوانانو تر منځ لیوالتیا ډیریږي، خو دغه ټول ځوانان کافي امکانات نه لري.
د سویلي آسیا د بدني ښکلا د سیالیو په لسمه دوره کې چې د پاکستان په لاهور ښار کې تر سره شوې وې، د هنر احمد په نوم افغان ورزشکار پر دې وتوانید چې دویم ځای خپل کړي.
دغه سیالۍ چې د مارچ میاشتې کې تر سره شوې، پاکستاني ورزشکار شوکت شهزاد پکښې لومړنی ځای خپل کړ.
هر کال دغه سیالۍ د سویلي آسیا د هیوادونو د ورزشکارانو تر منځ تر سره کیږي. په انځور کې هنر احمد; لیدل کیږي چې د ۲۰۱۴م کال په سیالیو کې یې دویم ځای وگاټه.
افغانستان په ۲۰۱۱م کال کې هم په دغو سیالیو کې دویم ځای خپل کړی وو. تر دې د مخه افغانستان د دغو سیالۍ اتل شوی وو.
په تیر لمریز کال کې د آسیایي سیالیو په اتلولیو کې چې په قزاقستان هیواد کې تر سره شوې وې، افغان ورزشکاران پر دې وتوانیدل چې د ۹۰ او ۷۰ کیلوگرام د وزن په کتگورۍ کې شپږ مډالونه تر لاسه کړي.
د هغو افغان ځوانانو په شمیر کې چې د بدني ښکلا له ورزش سره مینه لري، ورځ تر بلې ډیروالی راځي. په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ډیر شمیر ښارونو کې د بدني ښکلا کلبونه جوړ شوي دي.
د افغانستان د بدني ښکلا او وزن پورته کولو فیدراسیون هر کال د نوي استعدادونو د موندلو له پارسه سیالۍ پر لار اچوي. دغه سیالۍ په پلازمینه کابل کې تر سره کیږي.
اوس هم د بدني ښکلا، په ډیری کلبونو کې مسلکي روزونکي نه شته او ورزشکاران په تجربه یي شکل دغه مسلک پر مخ وړي. د بدني ښکلا ډیری شمیر کلبونه د نړۍ په کچه په عصري امکاناتو سمبال نه دي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په غټو ښارو کې د کلبونو امکانات ډیر شوي دي. اوس هم په افغانستان کې د بدني ښکلا په اړه دقیقي څیړنې نه ده تر سره شوې او ورزشکاران په په آزادانه توگه کولای شي د قدرت بخښونکو دارو دارملو څخه استفاده وکړي.
په ډیری شمیر کلبونو کې دغه تقویت بخښونکي او هورمون لرونکي دارو درمل پلورل کیږي، چې آن د سیمي په هیوادونو کې د پر ورزشکارانو باندې د هغې د جانبي اغیزو له کبله بندیز لگول شوی دی.
ډاکټران وایي چې د انرژي لرونکو او هورمون لرونکو پوډرو څخه له حده زیاته استفاده ډیرې ناوړې اغیزې لرلی شي. تر اوسه پورې په افغانستان د بدني ښکلا یو شمیر ورزشکاران په ناڅاپي توگه مړه شوي دي.
د بدني ښکلا نړیوال روزونکي، په پرلپسې توگه پر دې خبره ټینگار کوي چې د بدني ښکلا ورزشکاران باید د سالمو خوړو له لارې خپلې عضلې قوي کړي.
ویل کیږي چې د لومړي ځل له پاره ۱۳۳۸لمریز کال کې یوه امریکایي د افغان ورزشکارانو په همکارۍ په پلازمینه کابل کې د بدني ښکلا یو کلب جوړ او د هغو ځوانانو سره یې په تمرین پیل وکړ چې له دغه ورزش سره یې لیوالتیا درلوده.