انځورونه: د اروپا فقیر میشته سیمې
په اروپا کې له ۳۰ میلیونو څخه ډیر کسان د ښارونو په څنډو کې ژوند کوي. دغه کسان ډیر وخت د څښاک اوبو او یا هم بریښنا ته لاسرسي نه لري. په دې ځایونو کې لږکۍ او د اقتصادي کړکیچ قربانیان اوسیږي.
دا د پاریس په څنډو کې یوه سیمه ده چې روما لږکۍ په کې ژوند کوي. د اروپا په فقیر میشته سیمو ډیر شمیر د روما لږکیو غړي ژوند کوي. دا په اروپا کې یوه لویه فقیر میشته سیمه ده چې اوسیدونکي یې کار او زده کړې ته لاسرسۍ نه لري.
ډیر شمیر دغه شان سیمې په غیرقانوني توگه جوړې شوې دي. خو یو شمیر یې بیا د لویو ښارونو په څنډو کې د فقیر کسانو د میشتولو یوه هڅه ده. یوه څیړنه ښيي چې د هرو څلورو اروپایانو له ډلې څخه یو یې په دې فکر دی چې که یو رومایي وگړی د هغوی په گاونډیتوب کې ژوند وکړي نو دی ځان ښه نه احساسوي.
د ملگرو ملتونو په حواله په فقیر میشته سیمو کې ډیر شمیر کسان تر یوه چت لاندې ژوند کوی، د اوسیدو اوږد مهاله ځای نه لري، د ژوند له پاره کافي ځای نه لري، د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د اوسیدو چاپیریال یې پاک نه دی.
که څه هم په اروپا کې د ژوند سطح لوړه ده خو بیا هم د دې قارې په ډیرو برخو کې «فقیر میشته» سیمې موجودې دي. له فرانیسې نیولې بیا تر سربیا او ترکیې پورې په ډیر شمیر اروپايي هیوادونو کې دغه شان سیمې موجود دي. د اروپا تر ټولو لویه فقیر میشته سیمه د هسپانیې په مدرید کې ده چې په کې ۳۰۰۰۰ کسان اوسیږي. دغه ځای په ۱۶ په ۷۵ کیلومتره ځمکه ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی دی.
خو په افریقا کې بیا ډیرې لویې فقیر میشته سیمې پرتې دي. په کینیا کې په دغه شان یوه سیمه کې له ۶۰۰۰۰۰ څخه تر ۱،۳ میلیونه انسانان ژوند کوي.
د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې به د تورې افریقا ۲۶.۶ سلنه اوسیدونکي په غریب میشته سیمو کې ژوند وکړي.په دې ترتیب به تر دې مودې پورې د افریقا د غریب میشته سیمو د اوسیدونکو شمیر لوړ شي، خو د نړۍ په نورو برخو کې بیا د دغو کسانو شمیر په لویدو دی.
په اروپا کې د غریب میشته سیمو د اوسیدونکو وضعیت د نړۍ د نورو غریب میشته سیمو په پرتله ښه دی. خو بیا هم د دې سیمو اوسیدونکی په بدو شرایطو کې ژوند کوي.
د اروپا په غریب میشته سیمو یوازې رومایان ژوند نه کوي بلکه نورې لږکۍ هم همدلته وخت تیروي. د اقتصادي کړکیچ له کبله ډیر شمیر کسان نه شي کولای چې د خپل ژوند لږښتونه پوره کړي.
دا په ایتالیا کې یوه غریب میشته سیمه ده. له دغو سیمو څخه د وخت په تیریدو او د ښارونو له پراخیدو سره خلک ایستل کیږي.