انځورونه: افغان نجونې د تاوتریخوالي د کمیدو له پاره سندرې وايي
افغانو نجونو په وروستیو کلونو کې پر نورو فعالیتونو سربیره د هنر له لارې د تاوتریخوالي پر ضد خپل غږ پورته کړی دی. د دغو سندرغاړو په ډله کې یو شمیر سندرغاړي هم شته چې د رپ په سبک سندرې وایي.
سونیتا علیزاده
سونیتا په وروستیو وختونو کې په ایران کې د رپ په سبک سندرې وایي.
سونیتا علیزاده
هغه غواړي د خپلو سندرو له لاره د افغان ښځو ستونزې بیان کړي.
سونیتا علیزاده
هغه وایي چې خپلې کورنۍ یې هم ورسره سم چلن نه دی کړی.
سونیتا علیزاده
د هغې وروستۍ سندره «د خرڅلاو له پاره ناوې» نومیده چې د یو شمیر کسانو له خوا ډیره وستایل شوه.
سونیتا علیزاده
دغه افغانه سندرغاړې په ایران کې اوسیږي او غواړي چې افغانستان ته د کنسرتونو له پآره راشي.
پارادایس سروری
دا بله افغانه سندرغاړې ده چې د افغان ښځو د ستونزو په اړه ډیرې سندرې وایي.
پارادیس سروری
هغه خپلې ډیرې سندرې د افغان نجونو په اړه وایي.
پارادیس سروری
دغه سندرغاړې وایي چې اوس هم ډیر شمیر افغانان نجونو سندرغاړو ته په ښه سترگه نه گوري.
آریانا سعید
پر رپ سبک سربیره یو شمیر نورې افغان سندرغاړې هم شته چې په نورو سبکونو سندرې وایي. اریانا سعید هم د افغان ښځو په اړه سندرې ویلي دي.
نورجهان اکبر
نور جهان اکبر یوه بله نوې افغانه سندرغاړه ده چې په وروستیو وختونو کې یې سندرې پیل کړې دي.
فرزانه
فرزانه یوازې ۱۳ کاله عمر لري او د ښځو د وضعیت په اړه یې سندرې ویلي دي.
سنتي ټولنه
اوس هم په افغانستان کې د نجونو سندرغاړو پر وړاندې ډیرې ټولنیزې ستونزې پرتې دي. په ځینو ولایتونو کې د دغو سندرغاړو پر انځورونو باندې رنگ پاشل کیږي. دا په هرات ولایت کې د افغان سندرغاړې مژده جمالزاده انځور دی.