انځورونه: آلمان او ایټالیا د بامیان د غلغله ښار بیا رغوي
د بامیان د غلغله، ښار د لوړو او مضبوطو دیوالونه پاتې شوني چې په روغني رنگونو د پخوانۍ زمانې د شهکاریو نقاشۍ پرې شوي دي د یوه آلماني سازمان او د ایټالیې هیواد په مالي مرسته بیا رغول کیږي.
که څه هم ویل کیږي چې په لومړي سر کې غلغله، د دې ښار نوم نه وو، او وروسته له هغې چې د چنگیز خان تر واکمنې لاندې مغلو، دغه ښار ویجاړ کړ نو د غلغله، په نوم ونومول شو.
د غلغله ښار د جوړیدو تاریخ په شپږمه میلادي پیړۍ کې د ساسانیانو او په دیارلسمه میلادي پیړۍ کې د غوریانو واکمنۍ ته ورگرځي چې د هغه وخت د حکمرانانو استوگنځای وو. غلغله په هغه وخت کې لومړنی بالا حصار وو.
د غلغله، ښار د بامیان په مرکز کې د لوړو او پلنو دیوالونو په واسطه احاطه شوی دی، تر څو د بهرنیو رقیبو لښکرو څخه په امن کې وي.
اوس د دغه ښار یوازې یو څې نخښې نښانې پاتې دي او یو آلمانۍ سازمان د ایټالیا په مالي مرسته د غلغله ښار بیا رغوي.
د غلغله ښار بیا رغاونه تیر کال پیل شوې ده او د ۱،۲ میلیونو ډالرو په لگښت د هغې مهمې برخې رغول کیږي، چې څارنه یې د یونسکو یا د ملگرو ملتونو د علمي او فرهنگي سازمان له لوري کیږي.
افغان الاصله آلمانی لرغون پیژوندونکی مجتبی میرزایي، د آلماني موسسې آیکوموس له لوري د دغه ښار مهمي تاریخي برخې رغوي.
که څه هم بامیان د تاریخي سیمو د لرلو له کبله د فرهنگي ځایونو څخه شمیرل کیږي، خو اوس هم د دغه ولایت لرغوني سیمې د یونیسکو د لرغونو سیمو په هغه لېست کې ثبتې دي چې له خطر سره مخامخ دي.
د بامیان اته تاریخي سیمي په دغه لېست کې شاملې دي چې د طبعي آفاتو له جدي گواښ سره مخامخ دي. دغه ولایت په اوسني وخت کې د جنوبي آسیا د هیوادونو د اتحادیې «سارک» د کلتوري پلازمینې په نوم نومول شوې ده.
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس کبیر دادرس وايي چې د غلغله ښار مهمې برخې رغول شوي دي او نورې برخې به یې په راتلونکي کال کې ورغول شي.
د ښاغلي دادرس په وینا د غلغله ښار پاتې شوني، چې په کې لوی برجونه، گنبدې او ستر دیوالونه شامل دي بیا رغول کیږي. همداشان دغه ښار ته د ډیرو سیلانیانو د ورجذبیدو هڅې هم ادامه لري.
ویل کیږي چې د غلغله ښار ارگ، د بودایی عقیدی له دورې وروسته، د اسلام مرکز وو او د چنگیز تر یرغل او عام قتل وروسته دغه ښار د غوغا او یا د غلغله په نوم ونومول شو.