1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا په غزه کي د اوربند غوښتنه کړې ده

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۶, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غزې تراډه کې د ژر تر ژره اوربند د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده. دغي شورا ویلي دي چې اوربند باید ژر او بې له کوم شرطه رامنځ ته شي. د غزې په جنگ کي تر اوسه تر ۱۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Cjlk
انځور: Mohammed Abed/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په نیویاک کې د یکشنبې په ورځ یوه بیانيه خپره کړې ده چې پکښې له اسرائیلو او حماس څخه د داسي اوربند د عملي کولو غوښتنه شوې ده چې دوامداره وي او دواړه خواوې یې مراعت کړي.

د ملگرو ملتونو په دغه غیر الزامي بیانیه کې راغلي دي: «د امنیت شورا د نړیوالو متحدینو او ملگرو ملتونو د عمومي منشي د هغي غوښتني کلک ملاتړ کوي چې له مخې يې باید یو غیر مشروط بشري اوربند عملي شي، څو سیمه ته ډیر ضروري مواد ورسول شي.» دغې بیانيې ته د امنیت شورا ۱۵ سره غړو مثبته رایه ورکړه.

اوباما له نتانیاهو سره خبري وکړې

د امنیت شورا دغه بیانیه څو ساعته تر هغه وروسته خپره شوه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما، له خپل اسرائیلي سیال بنیامین نتانیاهو سره تلیفوني خبري وکړې او له هغه څخه یې وغوښتل چې د یوه ثبات لرونکي اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره کار وکړي.

د سپیني ماڼۍ له خوا په دې اړه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې اوباما د یوه ژر تر ژره او غیر مشروط بشري اوربند د رامنځ ته کیدو پر ستراتیژیک اهمیت باندي ټینگار وکړ چې اوس تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ۲۰۱۲ کال په نومبر میاشت کې د رامنځ ته شوي اوربند له مخې یوه دایمي اوربند وشي.

د غزې په جگړه کې ښکیلو دواړو اړخونو د شنبې په ورځ یو ۱۲ ساعته اوربند مراعت کړ. دغه اوربند بیا اسرائیلو د څلورو ساعتونو له پاره تمدید کړ. خو دغه اوربند بیا بیرته د اسرائیلو له خوا هغه وخت مات شو چې حماس پر دغه هیواد باندي خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

په عین حال کې اسرائیلو هم د یکشنبې په ورځ د حماس له خوا یو اعلان شوی اوربند مات کړ او ادعا یې وکړه چې په دې موده کې له غزې څخه پر اسرائیلو باندي توغندي توغول شوي وو.

پر غزې باندي د اسرائیلو د برید له پیلیدو راهیسي تر۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي چې ډېر يې ملکیان دي. په دغو نښتو کې چې د جولای میاشتي له اتمي نېټې څخه پیل شوي دي۴۰ اسرائیلي عسکر هم وژل شوي دي.