1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا له حوثي ياغيانو د پرشا کېدو غوښته کړې

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۳, دوشنبه

په یمن کې د یوې احتمالي کورنۍ جگړې گواښ ته په کتو سره، د ملگرو ملتونو امنیت شورا بیړنۍ غونډه وکړه. دغي شورا له حوثي ياغيانو څخه غوښتي دي چې له نیول شوو سیمو څخه بیرته پر شا شي.

https://p.dw.com/p/1EvVY
انځور: Reuters/N. Quaiti

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په یمن کې د تاوتریخوالي ډېرښت ته په کتو سره د خپلمنځي دښمنیو د ختمیدو غوښتنه کړې ده. دغي شورا د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې ۲۲) په یوه خپره شوې بیانیه کې د شیعه حوثي ياغيانو له خوا د یمن هیواد یوه لویه برخه تر خپل کنترول لاندي راوستل غندلي دي.

شورا له یاغیانو څخه غوښتي دي چې نیول شوي سیمي پریږدي او د ولشمر عبد ربه منصور هادي ملاتړ وکړي. د امنیت شورا دغه راز د هر ډول برخه اخیستونکو پر ضد «د نوو اقداماتو» د تر سره کیدو اعلان کړی دی. د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې امنیت شورا د حوثي ياغيانو د دوو مشرانو او د اوسني ولسمشر هادي د پخواني سلف علي عبدالله صالح پر ضد بندیزونه لگولي ول.

د یمن له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي جمال بن عمر د امنیت شورا ۱۵غړو هيوادونو ته وویل چې یمن د یوې کورنۍ جگړې په درشل کې دی. د هغه په وینا دغه هیواد د یوې اوږدې شخړي «لکه د عراق، ليبیا، سوریې» د سناریو د تکراریدو له گواښ سره مخامخ دی.

د سویل پر لور پرمختگ

شیعه حوثي ياغيانو په تیر میلادي کال کې د یمن ډیره برخه تر خپل تر کنترول لاندي راوستل او د سږ کال په جنوري میاشتې کي یې پر پلازمینه صنعا هم خپل کنترول زيات کړ. ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د دغه هيواد په سويل بندري ښار عدن ته وتښتید. هغه دغه ښار د یمن د نوي پلازمینې په توگه ونوماوه.

د یکشنبې په ورځ حوثي ياغيانو د سویل پر لور پرمختگ وکړ. هغوی د دغه هیواد د دریم ستر ښار تعز هوایي ډگر ونیو. په ۲۰۱۲م کال له واکه د گوښه شوي ولسمشر صالح ځانگړي ځواکونه د دغو ياغيانو ملاتړ کوي. له ستراتیژیکي لحاظه مهم ښار تعز، د پلازمېني صنعا او عدن ښار تر منځ غځیدلي سړک په اوږدو کې موقعیت لري.

د فعالانو د معلوماتو له مخې په تعز ښار کې په زرونو کسانو د حوثي ياغيانو پر ضد سړکونو ته راوتلي دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخي د لاریون په ترڅ کې له حوثي ياغيانو سره د نښتې په ترڅ کې پر احتجاج کوونکي فیرونه شوي دي چې پکښې د پنځو تنو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

نورو هیوادونو ته د تاو تریخوالي لمن د غځیدو گواښ

حوثي ياغيان د شیعه مسلمانانو پر ملاتړ تکیه کوي چې د یمن د نفوس یو پر پنځمه برخه جوړوي. دغه ډله ایران ته د يو متحد په سترگه گوري. حوثي ياغيان چې د سني مذهبه سعودي عربستان سیال گڼل کیږي هڅه کوي چې د پلازمېني صنعا په نیولو سره په دغه عربي نیمه ټاپو کې خپل نفوذ لا پسې پراخ کړي. خو د یمن ولسمشر هادي، په یوه تلویزوني وینا کې ویلي دي چې هیچا ته به که هغه سنیان او که شیعه گان دې، د دې کار اجازه ور نه کړل شي.

پر حوثي ياغيانو سربیره نوري تندلاري ډلي هم په یمن کې فعالت کوي. تر اوسه دغه هیواد د القاعدي ترهگري شبکې د یوې څانگي پوخ سنگر گڼل کیږي. د دغه هیواد په سویل کې په وروسیتو وختونو کې دغي تندلاري ډلي یو ښار نیولی دی.

اوس په ظاهري توگه ښکاري چې افراطي ډلي «اسلامي دولت» هم دغه هیواد ته نفوذ کړی وی. د جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال په دوو مسجدونو کې د ځانمرگو بریدونو پړه افراطي ډلي اسلامي دولت پر غاړه واخیسته.

په دغو چاودونو کې نزدې۱۴۰ کسان ووژل شول. امريکا په دې اړه شک او تردید لري چې گويا د صنعا پیښې دي واقعاً له اسلامي دولت، سره تړارو ولري.

امریکا متحدو ایالاتو تر دغو بریدونو وروسته له دغه هیواده خپل پوځي وروستي کسان هم وایستل. امریکا او اروپایي هیوادونو ترمخه لا په صنعا کې خپل سفارتونه تړلي دي.