1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کې د چین د ونډې هرکلی کړی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۸, پنجشنبه

امریکا په افغانستان کې د چین د مخ پر ډیریدونکي نقش هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا چې په چین کې په روانه اوونۍ کې د افغانستان په اړه غونډه کیږي ښيي چې چین له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دې هیواد ته ژمن دی.

https://p.dw.com/p/1DeFm
انځور: Reuters/Jason Lee

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارد د لوړپوړو چارواکو دغه څرگندونې ډیره سابقه نه لري. دغه وزارت په ډیرو کمو مواردو کې د چین ستاینه کوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی، همدا اوس په چین کې دی او د دې هیواد له چارواکو او سوداگرو سره په خبرو اترو بوخت دی. دا په سعودي عربستان کې د عمره حج مراسمو سرته رسولو وروسته، د افغانستان د ولسمشر په توگه و بهر ته د اشرف غني احمدزي لومړی رسمي سفر دی.

چین او امریکا متحده ایالاتو د جیوپولتیک مسائلو په اړه یو له بل سره اختلافات لري، خو دواړو هیوادونو روښانه کړې ده چې د افغانستان په اړه د هغوی امنيتي گټې مشترکې دي.

چین د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۸مه) ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به تر ۲۰۱۷ کال پورې د ۳۲۷ میلیونو ډالرو مرستې وکړي. دغه هیواد په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم د ړنگیدو راهیسې له کابل سره شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالر مرستې کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د تلیفون له لارې خبریالانو ته ویلي دي: «په افغانستان کې د ښکېلتیا په اړه د چین نظر په وروستیو وختونو کې ډیر بدل شوی دی. زموږ له نظره دغه بدلون مثبت دی.»

د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۳۱مه) به د اسیايي او ځینې مرکزي اسیايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د «استنبول د بهیر» په څلورمه غونډه کې په بیجینگ کې د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي. چین هیله من دی چې د دغه کنفرانس له لارې به په افغانستان کې د بیارغوني بهیر گړنډی او امنیتي وضعیت ښه شي.

د ا مریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي خبریالانو ته ویلي دي: «دا له افغانستان سره د ژمنې او په سیمه کې د چین د نقش یوه روښانه نښانه ده او موږ یې هرکلی کوو.» ياد چارواکي ټینگار کړی دی چې که چین له افغانستان سره د ترهگرې پر ضد مرسته وکړي نو دا به ډیر «ارزښت ولري». هغه دا خبره هم کړې ده چې چین او امریکا به په راتلونکې کې ترهگرو ته د پیسو د رسیدو پر مخنوي باندې هم خبرې وکړي.

چین له افغانستان سره گډه پوله لري. دغه هيواد غواړي د افغانستان له ثبات سره په مرسته کولو د سیمې امنیت وساتي او په دې ترتیب سره پخپله له کومې امنیتي ستونزې سره مخامخ نه شي. چین روښانه کړې ده چې له افغانستان څخه د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته به افغانستان سرتیري وا نه ستوي خو ټینگار یې کړی دی چې غواړي د دې هیواد په راتلونکې کې لوی اقتصادي نقش ولوبوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب