1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له بگرام څخه ۱۲ تنه بندیان په پټه آزاد کړي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۲۳, جمعه

امریکايي چارواکو په ډیرې خاموشۍ سره په افغانستان کې له خپل یو پټ زندان څخه ۱۲ تنه بندیان د هغوی اصلي هیوادونو ته سپارلي دي. په دغو بندیانو کې لس تنه پاکستانیان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1CHk1
انځور: AP

د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوبا، له خوا د دغه هیواد گانگرس ته یو استول شوی پټ لیک بربنډ شو. په دې لیک کې امریکايي قانون جوړونکو ته ویل شوې دي چې د افغانستان د پروان ولایت په بگرام زندان کې ۵۰ تنه بهرني بندیان موجود ول، چې د هغوې له ډلې څخه ۱۲ تنه يي خپلو هیوادونو ته سپارل شوې دي. اوس هم په دغه زندان کې ۳۸ تنه بهرني بندیان موجود دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلې دي چې د می میاشتې په وروستیو کې ۱۲ تنه بندیان چې په هغوې کې یو تن کویتي، یو فرانسوٍي او ۱۰ تنه پاکستانیان شامل ول خپلو هیوادونو ته وسپارل شول.

د سرچینو په حواله هغه بندیان چې اوس هم د بگرام په زندان کې دي اکثره يي پاکستانیان دي. په دغو بندیانو کې د یمن، تونس او د روسيې له جمهوریتونو څخه افغانستان ته ورغلي کسان هم شامل دي چې ډیر شمیر يي بې له دې چې کومې محکمې پرې حکم کړی وي د څو کلونو راهیسې بندیان دي.

د امریکا له خوا د بندیانو د انتقال موضوع ډیره پټه ساتل شوې وه. د اوباما حکومت لا د پخوا نه د یوه امریکايي عسکر په بدل کې د پنځو تنو طالب بندیانو د خوشې کیدو له امله د سختو نیوکو سره مخامخ دی.

د څارونکو په اند د واشنگټن حکومت غواړي د سپټمبر د یولسمې نیټې تر پيښې وروسته رامنځ ته شوې د گرفتاریو د شخړیزې پروسې ساحه محدوده کړي. همدا علت دی چې د گوانتانامو او بگرام په څیر له زندانونو څخه بندیان آزادوي او خپلو هیوادونو ته يي سپاري.

بارک اوباما د گوانتانامو د زندان د بندلو په هکله خپله کړې ژمنه یو وار بیا تکرار کړه. د واشنگټن چارواکي په کراره کراره د گوانتانامو له زندان څخه هم بندیان نورو ځایونو لیږدوي.

اوس هم په دغه زندان کې ۱۵۰ تنه بندیان موجود دي. په افغانستان کې د بگرام زندان یوازنې هغه زندان دی چې بهرنيان په کې ساتل کیږي او امریکايي ځواکونه یې څارنه کوي.

د نورو ټولو زندانونو کنترول افغان حکومت ته سپارل شوی دی. د فبروري په میاشت کې افغان حکومت د امریکا د خوښې پرخلاف ۶۵ تنه طالب بندیان آزاد کړل چې له امله یې د کرزي حکومت او امریکا تر منځ اړیکې لاپسې خرابې شوې.

تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې تیره میاشت دغه بندیان په کوم حالت او د کومو شرایطو پر اساس د هغوی هیوادونو ته سپارل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره دغه بندیان به اوس تر څارنې لاندې وي ترڅو معلومه شي چې دوی په رښتیا هم له ترهگرو سره ارتباط لاره او که نه؟

د رویترز خبري آژانس په حواله په تر دې مخکې هم پاکستان ته سپارل شوي بندیان تر یوې مودې پورې په دې هیواد کې تر څارنې لاندې پاتې شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب