1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او اروپا پر روسیې لا سخت بندیزونه ولگول

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۸, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو پر روسیې باندي نوي بندیزونه لگولي دي. په دې ترتیب سره د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولني دغه بندیزونه د روسیې د انرژي، وسلو او مالي څانگي تر اغېزې لاندي راولي.

https://p.dw.com/p/1CmDB
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبري وکړي. هغه وویل چې امریکا او اروپايي ملگري یې د اوکراین په موضوع کې له روسیې سره یوازي یوه دیپلوماتیکه لاره پلان کړې وه. خو د هغه په خبره دا چې روسیه د اوکرایني بېلتون غوښتونکو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي، نو امریکا او متحدین یې کولای نه شي دغه موضوع له پامه وغورځوي.

اوباما وویل: «که روسیه خپلي اوسنۍ لاري ته دوام ورکړي نو تاوانونه به یې هم ډیر شي.» د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې په دې ترتیب سره واشنگټن هم په هغو بندیزونو کې د اروپايي ټولنې ملگری شو چې تر دې دمخه په بروکسل کې تصویب شوي ول.

اوباما روښانه کړه چې امریکا او اروپايي ټولنه دواړه یوځای پر روسیې باندې بندیزونه لگوي نو د دې هیواد پر اقتصاد به یې اغېزې لا ډیري وي.

تر دې دمخه د سه شنبې په ورځ وختي اروپايي ټولني پر روسیې باندي لا قوي بندیزونه وضع کړل، چې پکښې د دغه هیواد د وسلو سکتور هم شامل وو. پر دې سربیره اروپايي ټولني د روسیې پر دولتي بانکونو باندي په اروپايي مارکېټونو کې د اسهامو او د پورونو د پاڼو د نه پلورلو بندیز هم ولگاوه.

اوباما خبریالانو ته وویل: «موږ د روسیې د انرژۍ سکتور ته د یو شمیر اجناسو او تکنالوژیو صادرات بندوو. موږ پر لا ډیرو روسي بانکونو او دفاعي شرکتونو باندي بندیزونه لگوو. پر دې سربیره موږ هغه قرضې هم بندو چې روسیې ته صادراتو تشویقوي او په دې هیواد کې پرمختیایي پروژې تمویلوي.»

د اوکراین په موضوع کې پر روسیې باندي فشارونه د یوې مالیزېایي مسافر وړونکې الوتکي تر رالوېدو وروسته ډیر شول. اورپايي مشران او امریکا متحده ایالات پر روسیې باندي تور لگوي چې د اوکراين په خیتځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې برابروي.

کله چې له اوباما څخه د سه شنبې ورځي په خبري کنفرانس کې وپوښتل شول چې آیا دا د یوې نوي سړې جگړې د پیلیدو په معنی ده، هغه منفي ځواب ورکړ. هغه وویل چې دا یوه سړه جگړه نه ده، بلکي دا ښيي چې روسیه نه غواړي چې اوکراین پر خپل مسیر باندي حرکت وکړي.

اباما ټینگار وکړ چې نه هغه او نه هم اروپايي ملگري یې غواړي چې د بېلتون غوښتونکو پر وړاندي جگړه کې د اوکراین مستقیمه مرسته وکړي. هغه ټینگار وکړ چې اوس یوازنۍ وسیله پر روسیې باندي د بندیزونو لگول دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب