1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: پاکستان دي د حقانې شبکې د بېرته منظم کېدو مخه ونيسي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۴, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان ږغ کړی دی چي د شمالي وزيرستان ته دي د حقاني شبکې د جنګياليو د بېرته ستنېدو او منظم کېدو مخه ونيسي. امريکايي قانون جوړونکو پاکستان ته د مليونونو ډالرو مرستو د درولو ګواښ هم کړی دی.

https://p.dw.com/p/1CjEX
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د حقانې شبکې په هکله فکر کيږي چي د پاکستان د پولو څخه دباندي فعاليتونه لري. پر دغې شبکې تور دی چي په افغانستان کي دننه يې د ناټو او افغان ځواکونو پر ضد تر ټولو زيات او ډېر مغلق بريدونه تر سره کړي دي.

اوس د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان ږغ کړی دی چي د دې مخنيوی دي وکړي چي د حقاني ځپل سوې ډله بېرته ځان منسجم کړي. دا خبره په سپينه ماڼۍ کي د ملي امنيت د کمېټې غړي جېفري اېګرس، د کولوراډو په فوروم کي کړې ده. نوموړي د جمعې په ورځ (د جولای ۲۵مه) و ياد فورم ته د وينا پر وخت وويل: « هغه څخه چي موږ يې د حقانيانو په هکله غوښتنه کړې ده، [...] هغه دا ده چي د دې مخه بايد ونيوله سي چي هغوی بېرته خپلو تاريخي سيمو ته ورسي او هلته بېرته خپله ډله منظمه کړي.»

اېګرس په خپله وينا کي د حقاني ډلې د غړو په هکله وويل چي « هو، اوس هغوی بېځايه سوي دي او فعاليتونه يې اخلال سوي دي.»

«د حقاني ډلې په شمول ټول وسله وال په نخښه کوو»

متحده ايالات د پاکستان څخه په داسي حال کي د حقاني ډلې د بېرته منظم کېدلو د مخنيوي کولو غوښتنه کوي، چي په شمالي وزيرستان کي د جون د مياشتي راهيسي د پاکستان پوځي عمليات ادامه لري. د حقاني ډله چي په هکله يې اټکل کيږي چي د پاکستان د زغم څخه برخمنه ده، په پاکستان کي دننه بريدونه نه تر سره کوي.

په شمالي وزيرستان کي د پاکستان د پوځي عملياتو د پيل راهيسي تر اوسه داسي يو خبر هم نه دی ورکول سوی، چي له مخه دي يې د حقاني وسله وال وژل سوي وي.

د امريکا متحده ايالات د زيات وخت راهيسي د پاکستان څخه دا غوښتنه کوي، چي د حقاني شبکې پر ضد اقدامات وکړي. پاکستان ويلي چي د خپلو روانو عملياتو په ترځ کي به د حقاني ډلې د غړو په شمول ټول وسله وال په نخښه کړي.

حقانيان له شمالي وزيرستان څخه وتلي دي

Pakistan Waziristan Armee Infanterie ARCHIV
انځور: picture-alliance/AP

واشنګټن ته د پاکستان استازي جليل عباس جيلاني هم د ايګرس تر څنګ د کولوراډو په فوروم کي حاضر ؤ. نوموړي وويل چي د شمالي وزيرستان د عملياتو د اعلان سره سم، د حقاني ډلې غړي له شمالي وزيرستان څخه تښتېدلي دي.

جيلاني پر دې هم ټينګار وکړ چي افغانستان ته اوښتو جنګياليو پر ضد بيا په کافي اندازه سره اقدامات وسي. نوموړي وويل: « موږ ښه همکاري سره لرو خو زه فکر کوم چي لا زيات کار ته اړتيا سته چي برياوي يقيني او قطعي وي.»

واشنګټن ته د افغانستان استازي ايکليل حکيمي، بيا په خپل وار وويل چي د نوموړي د معلوماتو پر اساس د حقاني ډلې ته مصونه نه لاري ورکول سوي دي، تر څو هغوی په پاکستان کي دننه نورو ځايونو ته ولاړ سي.

« حقانې شبکې زموږ ۵۰۰ عسکر وژلي او ژوبل کړي دي»

په افغانستان کي د ناټو پخواني قومندان متقاعد جنرال جان اېلن بيا د حقاني شبکې پر ضد په ماضي کي د اسلام آباد د قاطعيت په تړاو خپل شک څرګند کړ. خو هغه د شمالي وزيرستان روان عمليات د يوه چانس په توګه وارزول. نوموړي وويل: « کله چي زه هلته قومندان وم، نو حقاني زموږ د عسکرو څخه ۵۰۰ يا خو ژوبل کړل او يا يې مړه کړل. خو د پولې په شرقي برخو او د وزيرستان په عملياتو کي هغوی همېشه بچ سوي دي.»

د امريکا د متحده ايالاتو قانون جوړونکو پر پاکستان ږغ کړی دی چي يا خو دي په قاطعيت سره د حقاني ډلې پر ضد اقدام وکړي او يا به د متحده ايالاتو څخه تر لاسه کېدونې د مليونونو ډالرو مرسته له لاسه ورکړي.

د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت د کمېټې د افغانستان او پاکستان د برخي رئيس ايګرس پر دغه موقع وويل: « اوس مهمه دا ده چي وکتل سي چي ايا د پوځي عملياتو په وروستۍ برخه کي د حقاني ډلې ته و خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره بېرته لاره ورکول کيږي که نه.»