1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا اوکراين ته وسلې نه ورکوي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۲۸, جمعه

د اوکراین ولسمشر پيترو پوروښینکو امریکا متحدو ایالاتو ته د خپل سفر پر مهال د پوځي مرستو غوښتنه کړې ده خو ولسمشر اوباما خپل دغه اروپايي سیال ته یوازي د پوځي وسایلو د مرستو ژمنه کوي نه د وسلو.

https://p.dw.com/p/1DFWM
انځور: Reuters/L. Downing

که څه هم پیترو پوروښینکو له امریکا متحدو ایالاتو څو واري غوښتنه وکړه چې له هیواد سره يې باید پوځي مرستې وشي، خو ولسمشر اوباما بیا د خپل اروپايي متحد اوکراین د دغي غوښتني په اړه څه و نه ویل. اوباما په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې هیواد به یې د اوکراین د امنیت ملاتړ وکړي.

واشنگټن تر دې دمخه له کیف سره د ۶۰ میلیونو ډالرو مرستو ژمنه کړې ده. په دې ترڅ کې به اوکراین ته خوراکي مواد، زغري او د شپې دوربینونه ورکړل شي. سپیني مانۍ همداراز اعلان کړی دی چې پر خپلو پخوانیو مرستو به ۴۶ میلیونه ډالره نوري مرستي هم اضافه شي.

دغه مرستي به د پوځ له پاره د وسایلو لکه رادار، موټر او یونیفورم په رانیولو ولگول شي خو واشنگټن به د دغو مرستو له لاري اوکراین ته وسلې ور نه کړي.

اوباما له پوروښینکو سره د لیدني پر مهال وویل: «زموږ ملاتړ یوازي د خبرو له لاري نه دی.» امریکا متحده ایالات به همداراز له اوکراین سره مرسته وکړي چې له مسکو سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي. له بلي خوا سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د کیف او روسي پلوو بیلتون غوښتونکو تر منځ شخړه باید د دیپلوماسي له لاري حل شي.

پوروښینکو هم له اوباما سره د خبرو پر مهال هیله څرگنده کړې ده چې په اوکراین کې د بېلتون غوښتونکو او حکومت تر منځ وروستی اوربند به په یوه اوږمهاله سوله باندي بدل شي.

اوباما له خپل اوکرایني سیال سره د ملاقات پر مهال د هغه د رهبرۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې پروښینکو په سختو شرایطو کې په ښه توگه د اوکراین مشري کړې ده.

تر دې دمخه د پنجشبې په ورځ پوروښینکو د امریکا متحدو ایالاتو کانگرس ته په وينا کې پر امریکا متحده ایالاتو او نړیوالي ټولني باندي غږ وکړ چې د «دیموکراسي له پاره په جگړه» کې د هغه هیواد ملاتړ وکړي. هغه همداراز غوښتي ول چې نړیواله ټولنه دې له کیف سره د پوځي تجهيزاتو مرسته وکړي.

په اوکراین کې له څو ورځو راهیسې د روسي پلوو بېلتون غوښتونکو او دولتي ځواکونو تر منځ اوربند نافذ دی. په داسې حال کې چې پوروښینکو له اوباما سره په خپلو خبرو کې د اوربند د دوام په اړه هیله څرگنده کړې ده، امنیتي چارواکو هغو سیمو ته لا ډیر مهمات او عسکر لېږلي دي چې تر دې دمخه پکې جگړه روانه وه.