1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

النصره جبهې د یو ایالت مرکزي ښار نیولی دی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۹, یکشنبه

په سوریه کې وضعیت نور هم مخ پر خرابیدو دی. تیره اونۍ د النصره جبهې په مشرۍ یو نظامي اتحاد رامنځته شو. دوی اوس د یو مهم ستراتیژیک ښار «ادلیب» په نیولو بریالي شوې دي.

https://p.dw.com/p/1Ez5Y
انځور: Reuters/K. Ashawi

القاعده ترهگرې شبکې ته نږدې د النصره جبهې د ادليب ښار په شاوخوا سیمو کې د سوریې رژیم پر وړاندی په مجموع کې په ۲۴ موقعیتونو کې بریالیتوب ترلاسه کړی دی. په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی مشر رامي عبدالرحمان له آلماني رسنیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي چې د سوریې په جنوب لویدیځ کې دغه ښار په بشپړ ډول د اسلامستانو په کنترول کي دی.

اسلامستان د خپلو سیمو پراخولو په هڅه کې دي

ادلیب د سوریې د پلازمېنې دمشق او د دغه هیواد په شمال کې د الیپو تر منځ یو مهم نښلونکی ولايت دی چي مرکز يې هم ادليب نوميږي. د ترکیې سره په سرحد کې د پروت دغه ولايت ډیره برخه د النصره جبهې تر کنترول لاندې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د معلوماتو له مخې پر ادليب په جګړه کي د دواړو اړخونو تر ۱۰۰ ډیر جنگیالي وژل شوې دي. اسلامستانو په دې ترڅ کې ډیر شمیر پوځیان ژوندي هم نیولې دي. د سوریې دولتي تلویزون رپوټ ورکړی دی چې د دمشق حکومت سیمې ته د خپلو ځواکونو د ملاتړ له پاره نور عسکر لیږلي دي.



تیره اونۍ النصره جبهې د سوریې په شمال کې د یاغیانو له یوه پوځي ټلوالې سره اتحاد وکړ. له دې گام سره سخت دریځه افراطیانو خپل دریځ د «اسلامي دولت» ډلې په څیر د متوسطو ډلو په مقابل کې کړی دی. د IS «اسلامي دولت» ډله د ولایت د مرکزي ښار الرقه کنترول په خپل لاس کې لري.

د ادلیب اوسیدونکي د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوی دي.
د ادلیب اوسیدونکي د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوی دي.انځور: Reuters/K. Ashawi

په مسکو کې د سولې خبرې اترې

د نږدې څلورو کلونو راهیسې د اسد د رژیم د پلوي ځواکونو او یاغیانو د مختلفو ډلو تر منځ جگړه روانه ده، خو تر اوسه پورې یې د ختمیدو څرک نه لیدل کیږي. په دې وروستیو کې د روسیې دولت څو واره د اپوزیسیون ډلې مسکو ته د سولې د خبرو اترو له پاره وربللې دي.

د« سوریې د دولت د رغونې» گوند مشر لویې حسین وایې چې دوی به د اپریل په شروع کې پلان شوي کنفرانس کې برخه واخلي. د دې ترڅنگ د «ډیموکراتیک اووښتون له پاره د انسجام ملي کمیټې» په نوم ډلې هم په دغه کنفرانس کې د گډون هوکړه کړې ده. خو د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن تبعید شوي اپوزیسیون د روسیې دغه بلنه رد کړې ده.