1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان پولې ته څېرمه د خندق کېندل ادامه لري

عبدالغني کاکړ/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲۱, جمعه

پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه د یوه خندق پر کېندنې لاس پوری کړی دی. د چارواکو په وینا پر پوله د تروریزم د مخنیوي له پاره د گډې پولې په پاکستاني اړخ کې د ځواکونو شمیرهم ډیر کړای شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DB8u
انځور: DW/A.G. Kakar

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغانستان پولې ته څیرمه د ۴۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د یوه خندق د کېندنې کار پېل شوی دی. د پاکستاني چارواکو په وینا د دغه خندق د کېندنې موخه د پولې خوندي ساتل او د دې خبري یقیني کول دي چې په شمالي وزیرستان کې د پیل شوو پوځي هجومي عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته د تېښتیدلو تندلارو بېرته پاکستان ته د راتگ مخه ونیول شي.

پر دغه خندق چې اوږدوالی یې ۴۸۰ کیلومترو ته رسیږي له څه مودې راهیسې کار پېل شوی دی
پر دغه خندق چې اوږدوالی یې ۴۸۰ کیلومترو ته رسیږي له څه مودې راهیسې کار پېل شوی دیانځور: DW/A.G. Kakar

د قلعه سیف الله، په سیمه کې د پاکستان افغانستان پر پوله د دغه اوږد خندق ژوروالی تقریبا دوه نیم متره او پلن والی څه د پاسه دری متره دی. د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو د ادارې د چارواکو په حواله د نوموړي خندق په کېندنه کې د بلوچستان د فرنټیر کور د ژوب ملېشه، د سیف الله قلعه سکاوټس، د نوشکي ملیشې، تفتان رایفلز، مکران سکاوټس او د دالبندین رایفل، نیمه ملیشو په سلگونو ځوانان برخه لري.

د بلوچستان فرنټیر کور د نیمه پوځيانو ویاند منظور احمد، په وینا د نوموړي خندق پر کېندنه باندې تر ۲۶۰ میلیونو زیاتو کلدارو لگښت راځي او چارې به یې د اکتوبر میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې بشپړې شي. نوموړي ویاند په کوټه کې د دویچه ویله له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د دغه خندق کېندل به له موږ سره پر پوله د مداخلې او قاچاقو په مخنیوي کې مرسته وکړي. د غیرقانوني کډوالو پر تگ راتگ ته به نظر ولرو. له ایران سره چې د پاکستان کومې سرحدي سیمي دي په هغو ځایونو کې هم دغه خندق کېندل کیږي او په دې کې ستر ماشینونه او د سرحدي ملیشو په سلگونو ځوانان برخه لري.»

د دفاعي چارو کارپوه ډاکټر حسن رضوي په وینا پر پوله د مداخلې د شکایاتو د مخنیوي له پاره دوه اړخیزه همکاري اړینه ده. د هغه په وینا له دې کبله د پاکستان تر څنگ افغانستان ته هم په دې برخه کې نقش لوبول په کار دي. هغه زیاته کړې ده: «د پولې کنترول د دوه اړخیزي همکاري په نتیجه کې ممکن دی. که چیرې په دې برخه کې په گډه توگه پر اقداماتو لاس پورې شي نو په وضعیت کې ښه والی راتلای شي. خو دا چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله ډیره اوږده ده او تگ راتگ پرې ادامه لري، نو له دې کبله له هیچا سره د هغې کنترول نه وي. زما په آند دواړه هیوادونه د گډې همکارۍ په پایله کې پوله خوندې کولای شي.»

د پاکستاني چارواکو په وینا پر دغه خندق تر ۲۶۰ میلیونو زیاتو کلدارو لگښت راځي
د پاکستاني چارواکو په وینا پر دغه خندق تر ۲۶۰ میلیونو زیاتو کلدارو لگښت راځيانځور: DW/A.G. Kakar

د دفاعي چارو یوه بل کارپوه متقاعد جنرال طللعت مسعود، هم د ملي امنیت په برخه کې د پرمختگ له پاره پر پوله کنترول مهم وباله. هغه وویل: «هر څوک چې وغواړي د افغانستان له لارې پاکستان ته په آسانۍ سره راننوځي. له دې کبله د پاکستان ستونزې زیاتیږي او پاکستان ته دا گرانیږي چې دغه وضعیت تر کنترول لاندې راولي. نو له دې کبله د لاقانونیت او اړو دوړ څخه د خلاصیدو له پاره اړینه ده چې پاکستان خپل سرحد کنترول کړي.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ اوږده پوله ده چې زیاتره برخه یې په غرنیو سیمو کې تیره شوې ده. دواړه اړخونه پر پولې د یوې او بلې غاړې د یاغیانو د تگ راتگ له کبله شکایت کوي. افغانستان لا تر اوسه په رسمي توگه په دې اړه څه نه دي ویلي.