1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان زيمبابوې ته سخته ماته ورکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې د زیمبابوې ملي لوبډلې ته په څلورمه پنځوس اوریزه لوبه کې د ۱۰۰ منډو په توپیر سخته ماته ورکړه. افغانستان تر دې دمخه هم د کرکیټ د نړیوالي شورا دغه بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد ته ماته ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/1CiXU
انځور: Reuters

افغان لوبډله اوس په زیمبابوي کې ده او د دغه هیواد له ملي لوبډلي سره لوبي ترسره کوي. دغو دواړو لوبډلو تر اوسه پوري څلور پنځوس اوریزي لوبي کړي دي چې لومړۍ دوې زیمبابوې او وروستۍ دوه افغانانو وگټلې او په دې ترتیب سره د څلور ورځینیو لوبو لړۍ له مساوي پایلي سره پای ته ورسېدې.

د لوبې بچه زیمبابوي وگټله او د توپ اچولو پریکړه یې وکړه. افغانستان په ۴۹،۱ اورونو کې ۲۵۹ منډي جوړي کړې او په دې ترتیب سره یې زیمبابوې ته د ۲۶۰ مڼدو هدف وټاکه. د افغانستان له لوري جاوید احمدي ۷، عثمان غني ۱۴، گلاب الدین نایب ۳۱، ناصر جمال ۳۹، سمیع الله شینواري ۴۰، محمد نبي ۳۷، شفیق الله ۵۶، میرويس اشرف ۴، شراف الدین شرف ۳ او افتاب عالم یوه مڼده جوړه کړه.

د زیمبابوي توپ اچوونکي پان یان گارا یو، تیریپانو ۵، ماساکادزا دوه او ویلیومس یو لوبغاړی وسوځاوه.

که څه هم افغانستان و نه توانید چې ټول پنځوس اورونه پوره کړي، خو بیا یې هم د زیمبابوي له پاره لوړ هدف وټاکه.

د زیمبابوي پر وړاندې په څلورمه لوبه کې افغانستان نه یوازي د توپ وهلو په برخه کې ښه وځلید، بلکي ښه توپ اچونه یې هم وکړه او د زیمبابوي ټول لوبغاړي یې د ۳۸م اور تر پایه پوري وسوځول.

پر زیمباوي باندي خو فشار هغه وخت ډیر شو چې د لوبي تر یولسم اور پوري یې شپږ لوبغاړي وسوځیدل. په دې وخت کې هغوی یوازي ۲۹ منډي جوړي کړي وې. که څه هم تر دې وروسته زیمبابوې یو څه لوبه قراره کړه خو تر ۳۸ اوره پوري یې د ۱۵۹ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي وسوځیدل.

د افغانستان له خوا محمد نبي یو، افتاب عالم دوه، میرویس اشرف یو، دولت ځدران دوه او شراف الدین شرف درې لوبغاړي وسوځول.

د پلان له مخي به افغانستان د جولای میاشتي له ۲۷مې نیټې څخه تر ۳۰مي نېټې پوري د زیمبابوې پر وړاندي لومړۍ څلور ورځنۍ او د اگست مياشتي له ۲یمې نېټې څخه تر ۵مي پوري دویمه څلور ورځنۍ لوبه وکړي.