1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ناټو په غونډه کي د مرستو د ډېرښت غوښتونکی دی

حسين سيرت۱۳۹۳ شهریور ۱۰, دوشنبه

په پلان کي ده چي افغانستان به د ناټو په غونډه کي چي د بريتانيا په «ولز» کي جوړيږي د دغه تړون له غړو هيوادونو څخه د خپل امنيتي ځواک د تمويل له پاره د مالي مرستو د ډېرښت غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1D4mV
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

په دغه غونډه کي چي د رواني مياشتي پر ۴ او ۵ نېټه ترسره کيږي د ناټو غړي هيوادونه به د افغانستان د امنيتي ځواک د مالي ملاتړ او روزني په برخه کي د خپلو مرستو ژمني تازه کړي.

د ناټو غړو هيوادونو د «شيکاگو» په غونډه کي چي په ۲۰۱۲ کال کي جوړه سوه له افغان امنيتي ځواک سره له کاله د څلورو ميلياردو ډالرو مرستي وړانديز وکړ. خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي اوس د دغو مرستو د ډېرښت په اړه د ناټو له غړو هيوادونو سره خبري رواني دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۱) په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «په پام کي ده چي په دغه غونډه کي د افغانستان پر هغه وړانديز باندي بحث وسي چي وايي د مرستو کچه دي له ۴،۴ ميلياردو څخه ۵،۵ ميلياردو ته لوړه سي.»

مستغني وويل، هغه کمېټې چي له افغانستان څخه د ولز په کنفرانس کي د گډون له پاره تللي دي، د مرستو پر ډېرښت باندي د نظرونو راکړه ورکړه کوي.

د ناټو کنفرانس په داسي حال کي دايريږي چي افغانستان په يوه ډېر حساس وضعيت کي قرار لري. د جمهوري رياست ټاکنو تر اوسه پوري نتيجه ورکړې نه ده او د افغانستان نوی جمهور رئيس چي په پام کي وه په دغه غونډه کي به گډون وکړي ټاکل سوی نه دئ.

افغان امنيتي چارواکي وايي چي امنيتي ځواک ئې د ناټو ملاتړ ته اړتيا لري او هيواد ئې تر اوسه پوري دا توان نه لري چي د ځواکونو معاشونه او نوري اړتياوي دي له خپلو عايداتو څخه پوره کړای سي.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو حضور او مالي مرستي په دوه اړخيز امنيتي تړون پوري تړلي دي. ناټو ويلي دي چي که چيري دغه تړون لاسليک نه سي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو حضور هيڅ قانوني بڼه ونه لري.

کرزي له واشنگټن سره د دوه اړخيز امنيتي تړون له لاسليکولو څخه انکار کړی دئ. خو د کرزي ځای ته دواړو کانديدانو ژمنه کړې ده چي د بريا په صورت کي به له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

دا په داسي حال کي ده چي افغان حکومت پریکړه کړې ده چي په ولز کي د ناټو غونډي ته به د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي ورځي. د نړيوالي ټولني تمه داوه چي په دغه غونډه کي به د افغانستان نوي جمهور رئيس گډون وکړي. خو د ټاکنو پايلو د نه بشپړېدو په دليل تر اوسه پوري نوي جمهور رئيس په کار پيل کړی نه دئ.