1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د معتصم آغا جان لا درکه کیدل تائیدوو»

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ فروردین ۲۵, دوشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د یوه غړي معتصم آغا جان، لا درکه کیدل تائید کړي دي. په عین وخت کې دغه وزارت په یوه خبري غونډه کې له پاکستان سره د داسو، د بند پر سر د موافقې خبره رد کړه.

https://p.dw.com/p/1Bhmv
انځور: Strdel/AFP/Getty Images

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند احمد شکیب مستغني، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اپریل ۱۴مه) په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې معتصم آغاجان د څه مودې راهیسې په عربي متحده اماراتو کې لادرکه شوی دی. د مستغني په وینا آغا جان، په دې وروستیو کې د سولې د رامنځته کیدو په برخه کې ګامونه پورته کړي وو. معتصم آغا جان څه موده وړاندې په دوبۍ کې د افغانستان د سولي د عالي شوری سره له استازو سره لیدلي وو.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسؤول اسماعیل قاسمیار، هم د نوموړي د «تري تم» کیدو خبر تصدیق کړی دی، خو په هکله یی ډیر جزئیات ور نه کړل. قاسمیار دویچه ویله ته وویل: «دا خبره موږ ته هم څرګند نه ده چې څه پیښ شوي دي، دوه اوونۍ وړاندې موږ واوریدل چې د اقامت په برخه کې یو لړ تخنیکي ستونزې موجودي وې، خو بیا هم تر اوسه موږ دقیق معلومات نه لرو.»

د بهرنیو چارو سرپرست ویاند په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې افغان حکومت د عربي متحده اماراتو سره په تماس کې دی خو تر اوسه پورې یې د معتصم آغاجان، په اړه څه نه دي موندلي. د ویاند د وینا له مخې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي تر څو د سولې دغه پلوی پیدا کړي:

«د دې له پاره چې آغاجان معتصم د سولې په پروسه کې یوه ډیره فعاله ونډه درلوده، نو د افغانستان اسلامي جمهوریت د عربي متحده ماراتو له جگپوړو چارواکو سره په تماس کې دی تر څو د معتصم آغاجان، برخلیک معلوم کړي خو له بده مرغه چې تر دې دمه ډیر جزئیات په لاس کې نه لرو.»

عربي متحده اماراتو، د طالبانو د دغه غړي د لا درکه کیدو په هکله هیڅ ډول غبر گون ښکاره کړی نه دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو مسؤل عارف الله پښتون، د معتصم آغا جان لا درکه کیدل له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو ته یو گذار گڼي. خو هغه وویل چې متحده امارت هغه هیواد دی چې سړی پرې حساب کولای شي تر څو له افغان لوري سره په دې برخه کې مرسته وکړي: «په متحده عربي اماراتو کې ما هم ژوند کړی او هلته چې ډیر کوچنی کار وشي د همدغه هیواد استخبارات ډیره دقیقه او جدي څیړنه کوي.»

د «داسو» بند پر سر موافقه نه دی شو

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزرات په خبري کنفرانس کې له پاکستان او دغه راز له امریکا متحده ایالاتو سره په اړیکو هم خبرې وشوې. د دغه وزارت ویاند مستغني، هغه یو رپوټ رد کړ چې گواکې افغان حکومت له پاکستان سره د اوبو د یوه بند په جوړولو باندې موافقې ته رسیدلی دی. په وروستیو ورځو کې رسنیو د پاکستان د انرژۍ او اوبو د فیدرالي وزیر خواجه محمد آصف، له قوله خبر ورکړی وو چې افغانستان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې له پاکستان سره د «داسو» بند له جوړیدو سره موافقه کړې ده.

مستغني په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دغه څرگندونې بې اساسه دي او د افغانستان اسلامي جمهوریت خپل اعتراض بیرته نه دی اخیستي او له هغې څخه منصرف شوی نه دی. دغه مسئله هم تر څیړنې لاندې ده او تر اوسه نهایي شوې نه ده.»

دوه اړخیز امنیتي تړون

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست ویاند، په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي تړون په هکله کومه ستونزه نه شته او افغانستان لا تراوسه هغو شرطونو ته په انتظار دی چې افغان ولسمشر حامد کرزي د هغې د پوره کولو پر سر ټینگار کړی دی. وروسته له هغې چې افغان ولسمشر حامد کرزي د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکیدو څخه ډډه وکړه، امریکا هیله منده ده، چې دغه تړون به نوی ولسمشر لاسلیک کړي.