1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د لندن کنفرانس ته لومړيتوبونه ټاکي

حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۲۷, یکشنبه

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونه غواړي چې د لندن په کنفرانس کې د گډون له پاره د خصوصي سکتور د ودې او اصلاحاتو په موخه لس لومړيتوبنه وټاکي. د افغانستان اصلي هدف د پانگوني راجلبول دی.

https://p.dw.com/p/1DYRZ
انځور: picture-alliance/dpa

اداري فساد او نا امني په افغانستان کې د سوداگرۍ او پانگوني مخ ته لوی خنډونه بلل کیږي. د افغانستان د سوداگرۍ خوني مسئولان وايي، په هغه صورت کې چې دغه دوې مسئلې حل شي، په افغانستان کې به پانگونه او سوداگري ډیر وده وکړي.

ټاکل شوې ده چې د لندن کنفرانس د روان کال د نومبر میاشتې پر ۲۴ نیټه جوړ شي او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله پکښې بحث وشي.

د سوداگرۍ خوني مسئولان وايي چې د ادري فساد پرضد مبارزې او امنیتي تړون د لاسلیک کولو په برخه کې د نوي حکومت قاطعیت، پانگوال په افغانستان کې د پانگونې له پاره لا زیات امیدواره کړي دي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې عامل ریئس د يکشنبې په ورځ په کابل کي خبریالانو ته وویل: «له فساد سره مبارزې خصوصي سکتور ته بشپړ ډاډ ورکړی دی او د خصوصي سکتورعلاقمندي ډیره شوې ده، څو افغانستان ته تشریف راوړي او خپل کار ته ادامه ورکړي. هغو کسانو چې خپله سرمایه له افغانستان څخه ایستلې وه تصمیم لري بیرته خپله سرمایه راوړي.»

د مرستو د کمښت په هکله اندېښنه

د افغانستان دولتي چارواکي له دې امله چې د دغه هیواد اقتصاد په بهرنیو مرستو پوري تړلی دی او پایداره اقتصادي وده نه لري اندېښمن دي. افغانستان هیله مند دی چې د لندن په کنفرانس کې به له دغه هیواد سره یووار بیا د مرستو ژمني وشي او د ښې حکومت دارۍ او په دغه هیواد کې د بیارغونې کارونو دوام له پاره به مالي مرستې ترلاسه کړي.

د افغانستان د ماليي پخواني وزیر او د ولسمشر اشرف غني احمدزي مشاور حضرت عمر زاخیلوال د خصوصي سکتور په کنفرانس کې وویل چې بهرنۍ مرستي د کمښت په حال کې دي. زاخیلوال زیاته کړه: «په هغه وخت کې چې ډیر سخاوتمندانه او گزافو مرستو په ۱۳ کلونو کې ونه شول کولای زموږ پر مرستو متکي اقتصاد پایداره کړي، نو طبیعي ده چې تر هغه لږ مرستی خو یې کولای نه شي.»

د دغه حکومتي چارواکي په خبره په افغانستان کې اقتصادي وده هغه وخت ممکن کيږي چې په واقعي او جدي توگه اصلاحات رامنځ ته شي او په دغه هیواد کې پانگوني ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د درجه بندۍ پر بنسټ افغانستان خصوصي سکتور ته د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې د نړۍ د ۱۸۶ هیوادونو له جملې څخه په ۱۶۴ مقام کې ځای لري. همدارنگه افغانستان په آسیا کې د هغو هیوادونو په جمله کې راځي چې پانگونه پکښې ستونزمنه ده.

د اصلاحاتو په برخه کې عملي گامونه

د افغانستان نوی حکومت په پلان کې لري چې د ملي امنیت شورا معادل، چې په امنیتي برخه کې ډیر صلاحیتونه لري او یو تصمیم نیونکی بنسټ دی، اقتصادي شورا هم رامنځ ته کړي. دا شورا صلاحیت لري چې د اقتصاد په برخه کې هم اصلاحات رامنځ ته کړي او د خصوصي سکتور وړاندیزونه عملي کړي.

د اقتصاد په برخه کې د ولسمشر مشاور وویل چې د خصوصي سکتور یو شمیر غوښتنو ته به په عاجله توگه د لندن تر کنفرانس دمخه رسیدگي وشي. زاخیلوال وویل چې هڅه به وکړي د افغانستان د نوي دولت د اصلاحاتو په برخه کې د لندن کنفرانس ته د منلو وړ پروگرامونه ولري: «تصمیم لرو نه یوازي دا چې موږ د یو مشخص ریفورم سره لندن ته لاړ شو، بلکي د لندن تر کنفرانس دمخه داسې گامونه واخيستل شي چې زموږ دغه اقدامات د نړیوالي ټولني له پاره د باور وړ وي.»