1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د بشري مرستو له پاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۵, چهارشنبه

افغان حکومت او یوناما د افغانستان د بشري اړتیاو د پوره کولو له پاره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازي دغه مرستې د افغانانو د بشري اړتیاو د پوره کولو له پاره مهمي بللي دي.

https://p.dw.com/p/1Du1T
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو چارواکو وویل چې د روان کال له پیل څخه تر سپتمبر میاشتي پورې ۱۰۵۰۰۰ افغانانو د جگړو او ناامنیو له کبله خپل کورونه پرې ايښي دي. دغو چارواکو ټینگار کړی دی چې دغه افغانان اوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو په حواله همدا اوس په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړيږي. دې سازمان روښانه کړې ده چې له دغو ماشومانو څخه ۵۰۰۰۰۰ یې تر پنځو کلونو لږ عمر لري او په ۲۰۱۵ کال کې درملنې ته اړتیا لري.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوناما له مرستیال مارک باودن سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل، چې افغان حکومت د نړیوالو مرستو په برخه کې ځواب ورکوونکی دی.

هغه زیاته کړه: «د هغو نړیوالو مرستو په اړه چې افغانستان ته راغلي او ضایع شوي باید په دقت سره بحث وکړو. موضوع داسې نه ده. مرستې افغانستان ته راغلي دي او د خلکو په ژوند کې بدلون راغلی دی. البته له دې کبله چې زموږ ستونزه د اداري فساد او حکومتوالي په برخه کې وه، نو دغه مرستې په موثر ډول نه دي مصرف شوي.»

پر وخت مرستې

د بریتانیا په گډون یو شمیر هیوادونو د افغان حکومت دغي غوښتني ته مثبت ځواب ویلي دي. د چهارشنبې ورځې په کنفرانس کې د دې هیواد استازي وویل چې هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې مرسته وکړي.

عبدالله وویل چې افغان حکومت هیله لري چې نړیوال مرستندویه سازمانونه ورته په موقع دغه مرستې ورسوي تر څو د افغانانو بشري وضعیت ښه شي. هغه وویل: «کله چې د مرستو دغه غوښتنه وشوه لومړی ځواب موږ ورکړ. زموږ توقع دا ده چې انشاالله په موقع مناسب ځواب ترلاسه کړو.»

د ملگرو ملتونو د شمیرې له مخې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۷.۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه شمیرې ښيي چې ۲.۲ میلیونه افغانان د خوراکي موادو مصئونیت نه لري او ۲۵۰۰۰۰ نور کسان بیا د طبیعي پیښو له گواښ سره مخامخ دي.

سخت ژمی

د ملگرو ملتونو شمیرې ښيي چې ۴۰۰۰ افغاني کورنۍ د ژمي له پاره مناسبي سرپناوي نه لري او له دې کبله په ژمي کې سخت اسیب پذیره دی.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال مارک باودن، وویل چې مرستندویه نړیوال سازمانونه به له افغان حکومت سره په همغږۍ کې اړینو کسانو ته مرستې ورسوي. هغه زیاته کړه: «موږ ژمن یو چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې له ادارې او نورو مرستندویو سازمانونو سره په گډه کار وکړو. ترڅو اغیزمنو کسانو ته مرستې ورسوو.»

ملگرو ملتونو همداراز د مرستندویه کسانو د ژوند د مصونیت په اړه اندیښنه څرگنده کړه او پر افغان حکومت یې غږ وکړ چې په دې برخه کې توجه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب