افغانستان ته پناه راوړونکي زياتي ستونزي لري
۱۳۹۳ آذر ۲۷, پنجشنبهپه کابل کي په لسونو داسي بهرنۍ کورنۍ د ژوندانه په خرابو شرايطو کي شپې او روځي تيروي چي په غربي هيوادونو کي د پنا غوښتني له پاره له خپلو هيواونو څخه راوتلي او په افغانستان کي تم سوي دي.
له دغو کورنيو څخه يوه ئې د پاکستان له کوټي ښار څخه کډواله سوې او د کابل په غرونو کي په يوه يخ کور کي ئې اړولي دي. دوی وايي په کابل يخ او د ژوندانه خراب شرايط ئې په دې سبب پر ځان باندي منلي دي، چي کېدای سي په يوه غربي هيواد کي ئې پنا غوښتنه ومنله سي.
د دغي کورنۍ مشره معصومه وايي، په پاکستان کي ئې خپل کور او مېړه ځکه پرېښوول چي هلته ورځ تر بلي امنيتي حالت خرابېدی او هدفمنو بريدونه ئې ژوند گواښه. هغې له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «له امنيتي اړخه هلته ژوند ډېر سخت وو، دلته په افغانستان کي هم ژوندن ډېر ښه نه دئ. خو موږ مجبوره سو چي دلته راسو.»
د دغو کورنيو کوچنيان په افغانستان کي له زده کړو څخه هم بې برخي دي. دوی د افغانستان تذکرو د نه لرلو په دليل نسي کولای چي په دولتي ښوونځيو کي شامل سي.
بې عزتي او سپکاوی
دغه کډوال د افغانستان په ټولنيز ژوند کي له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي. دوی نسي کولای په آسانۍ سره يوه سرپناه پيدا کړي. د دغو کډوالو يو تن غلام رضا وايي، چي په ۱۱ مياشتو کي ئې څلور واري له يوه کوره بل ته کډه کړې ده. دی وايي د دې کار دليل دا دی چي پاکستانی دئ او ټول خلک ورته د طالب خطاب کوي او بې عزتي او سپکاوی ئې کيږي.
دی وايي: «ډير ژر ژر کډه کيږو. کله چي يو نوي کور ته کډه وکړو، خلک فکر کوي چي موږ له غزني څخه راغلي يو، خو لکه چي خبر سي، چي موږ پاکستانيان يو نو اوبه راباندي بندي کي او وايي چي دا پاکستانيان دي.»
د پنا غوښتونکو ډېرښت
اوس په افغانستان کي تر سلو زياتي داسي کورنۍ ژوند کوي چي له نورو هيوادونو څخه راغلي او په کابل کي ئې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ته خپل د پنا غوښتني وړانديزونه سپارلي دي.
له تاجيکستان هیواد څخه راغلی يو کډوال په کابل کي وايي، چي دوه کاله دمخه افغانستان ته له مختلفو هيوادونو څخه نژدې ۳۱۴ کورنۍ راغلي وې، خو کله چي دلته د ژوندانه له ډيرو سترنزو سره مخامخ سولې بېرته نورو هيوادونو ته کډوالي سوې.
دی وايي دغه کورنۍ افغانستان ته د ژوند کولو له پاره نه دي راکوچېدلي، بلکي له دې لاري په يو بل هيواد کي د پنا غوښتني له پاره را کډوال سوي دي. هغه وايي: «دغه کورنۍ غواړي، داسي هيوادونو ته پنا وروړي چي د پنا ورکولو قانون ولري، افغانستان خو د پنا ورکولو قانون نه لري.»
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ اداره وياند ناندر فرهاد وايي چي په دغه هيواد کي د مختلفو هيوادونو نژدې سل کورنۍ ژوند کوي، او د هر هغه کډوال چي د پنا غوښتني شرايط ئې پوره کړی وي غوښتنليکونه ئې منل کيږي.
فرهاد وايي، له دغو کډوالو سره د دوی له خوا يوه اندازه مرسته هم کيږي او د زده کړو او روغتيايي چارو ته ئې د لاسرسي زمينه برابروي، خو وايي چي دغو مرستو ته لاس رسی وخت غواړي.