1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: ایران دې د افغانانو اعدامول ودروي

حسین سیرت۱۳۹۳ اردیبهشت ۱, دوشنبه

افغان حکومت په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامولو پر وړاندې غبرگون ښولی دی او پر هغه باندې یې نیوکه کړې ده. په عین حال کې دغه وزارت ویلي دي چې د طالبانو پخوانی غړی معتصم آغا جان، اوس په متحده عربي اماراتو کې آزاد شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BlhP
انځور: FARS

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د شمیرو له مخې همدا اوس په ایران کې شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان بندیان دي خو لا تر اوسه پورې د هغو افغانانو شمیر معلوم نه دی چې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیت مستغني
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیت مستغنيانځور: DW/H. Sirat

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیت مستغني، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «په خواشینۍ سره زموږ څلور تنه هیوادوال د مخدره توکو د قاچاق په تور د روان لمریز کال د حمل میاشتې پر ۲۶مه نیټه د ایران په اصفهان کې اعدام شوي دي.» د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې افغانستان په دې اړه خپله ژوره اندیښنه او کلکه نیوکه اعلان کړې ده.

تر دې مخکې په ایران کې د افغانانو د اعدامیدو پر ضد په افغانستان کې سخت غبرگونونه راپاریدلي وو. خو دا ځل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ایران په یوه تړون کې له افغانستان سره موافقه کړې ده چې په اعدام باندې د پنځوسو تنو محکومو افغانانو جزا عمري بند ته راټیټه کړي.

خو مستغني وایي چې ایران پر دغه تړون سربیره هم د افغانانو اعدامولو ته دوام ورکړی دی: «د افغانستان حکومت څو څو وارې ایراني چارواکو ته په دې اړه خپله اندیښنه څرگنده کړې ده او له دې هیواد څخه یې غوښتنه کړې ده چې د افغان بندیانو د اعدام سزا عمري بند ته راټیټه شي.»

افغان حکومت تل په ایران کې د افغانانو د اعدامولو له کبله د پارلمان له فشارونو سره مخامخ دی. که څه هم له ایران څخه د افغان زندانیانو د تسلیمیدو هڅې شوې دي، خو بیا هم دغو هڅو تر اوسه پورې کومه پایله نه ده لرلې. افغانستان تر اوسه پورې هم د زندانیانو د ساتلو له پاره کافي ځای نه لري.

د سولې د خبرو اترو دوام

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د معتصم آغا جان، له آزادیدو سره به د سولې خبرې اترې ادامه پیدا کړي. آغا جان تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې په یوه خبري کنفرانس کې گډون کړی وو چې په کې د سولې د شورا یو شمیر غړو هم گډون لاره.

معتصم آغا جان
معتصم آغا جانانځور: Strdel/AFP/Getty Images

تر دې ناستې وروسته آغا جان چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر وو، لادرکه شو. وروسته بیا وویل شو چې هغه په متحده عربي اماراتو کې نظر بند وو. اوس د طالبانو دغه پخوانی چارواکي آزاد شوی دی.

مستغني وویل، دا چې معتصم آغا جان، د سولې یو ډیر مهم او حساس ماموریت په مخ کې لري، د هغه امنیت ته یو څه گواښونه موجود ول او له همدې کبله هغه د څو ورځو له پاره نظر بند وو. د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي زیاته کړه: «معتصم آغا جان اوس هم کولای شي چې د سولې په بهیر کې مهم نقش ولوبوي. هغه هر وخت کولای شي چې افغانستان ته تگ راتگ وکړي. په دې اړه کوم خنډ نه شته، ځکه هغه یو افغان دی.»

په عین حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي دي چې معتصم آغا جان، له آزادیدو سره به د سولې بهیر هم دوام پیدا کړي. د دې شورا په خبره د طالبانو دغه پخوانی غړی کولای شي چې د ډلې ډیر غړي د سولې له بهیر سره یوځای کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب