1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او ترکيې ستراتيژيک سند لاسليک کړ

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۶, شنبه

افغانستان او ترکيې هم ستراتيژيک سند لاسلیک کړ. د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان نن په کابل کي له خپل افغان سيال اشرف غني احمدزي سره په يوه گډه خبري غونډه کي له افغانستان سره پر مرستو ټينگار وکړ.

https://p.dw.com/p/1DY9N
انځور: picture alliance/AA/K.Ozer

د ترکيې جمهور رئيس په ارگ کي له ولسمشر غني سره په گډه خبري غونډه کي له افغانستان سره په امنيتي، سياسي او سوداگريزو برخو کي د همکارۍ ژمني تازه کړې.

اردوغان وويل چي د استانبول د غونډي تلاښونو ته به چي د افغانستان او سيمي د امنيت له پاره ول دوام ورکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وويل چي له ترکيې سره د ستراتيژيک تړون په لاسلیکولو سره له دغه هيواد سره د اوږدمهالي همکارۍ زمينه برابره سوه.

په پلان کي ده چي ترکيه په کابل کي د مولانا جلال الدين بلخي پوهنتون جوړ کړي. افغان ولسمشر وويل چي د دغه پوهنتون د جوړولو له پاره به ترکيه ته ښه سیمه په اختيار کي ورکړي.

په نوې دوره کي دا افغانستان ته د اردوغان لومړی سفر وو
په نوې دوره کي دا افغانستان ته د اردوغان لومړی سفر ووانځور: picture alliance/AA/K.Ozer

په پوځي برخه کي په پلان کي ده چي ترکيه به افغان ځواک ته د سړک د غاړي مايونو د کشفولو آلې ورکړي. او دغه راز به د ټپيانو سوو پوليسو تداوي کوي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي وويل چي ترکيه به دغه راز د ترانزيت په برخه کي له افغانستان سره همکاري وکړي، څو د منځنۍ اسيا او کسپين سمندرگي له لاري افغانستان له ترکيې سره ونښلوي.

د ترکيې جمهور رئيس په دغه غونډه کي وويل چي ترکيه به په افغانستان کي پانگه ونه وکړي او له افغانانو څخه ئې هم وغوښتل چي په ترکيه کي پانگونه وکړي او د افغانستان محصولات د ترکيې بازارونو ته ورسوي.

د ترکيې جمهور رئيس دغه راز په افغانستان کي له خپلو ځواکونو سره هم کتلي دي. ترکيه اوسه په افغانستان کي د ناټو په چوکاټ کي نژدې ۴۰۰ عسکر لري.