1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ښځې په پریکړو کې د ونډه لرو هڅه کوي

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ آبان ۸, پنجشنبه

د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه په سلهاو ښځي پلازمینه کابل ته راغلي دي چې څو ولسمشر غني ته د ښځو د مشورتي بورد غړې وټاکي. دغه بورد به ۳۰ غړي ولري او د ښځو په اړه مسایلو په باب به ولسمشر غني ته مشورې ورکوي.

https://p.dw.com/p/1DeVN
انځور: DW

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د هیواد د ښځو یو بورد جوړیږي او ولسمشر ته د ښځو د مسایلو په باب په مستقیم ډول مشورې ورکوي. پلان شوې ده چې دغه بورد به ولسمشر ته د روغتیا، زده کړې، امنیت، رهبري، سیاسي مشارکت، سولې او امنیت په اړه مشورې ورکړي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې افغان میرمنو د پام وړ پرمختگونه کړي دي خو اوس هم په افغانستان کې په ځینو مواردو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي. اوس هم افغان میرمنې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې ډیره ونډه نه لري.

د بشري حقونو د کمیسیون د ښځو د څانگې کمیشنره ثریا صبحرنگ، په دې موخه د پنجنشبې په ورځ یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې ښځې باید لږ تر لږه په هغو پریکړو کې ښکیل وي چې د هغوی د برخلیک په اړه کیږي: «تر هغه وخته پورې چې ښځې فزیکي حضور و نه لري او خپل نظرونه مطرح نه کړي، نو د هغوی په نه حضور کې به پریکړې وشي چې کیدای شي د هغوی حقوق په پام کې و نه نیول شي.»

پلان شوې ده چې د ښځو شورا به هره میاشت یو ځل له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره وویني او د ښځو د وضعیت په اړه به ورسره خبرې وکړي.

ښځې په څنډه کې

هغې ښځې چې له ولایتونو څخه کابل ته راغلي دي وايي چې په لیریو پرتو سیمو کې اوس هم د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه نه دی. ډاکټر گل شیرین له ارزگان ولایت څخه کابل ته راغلېده او وایي چې ښځې په سیاسي پریکړو کې ډیره ونډه نه لري. هغه زیاتوي چې په دې ولایت کې ښځې په پریکړو کې ښکیلې نه دي.

گل شرین وويل چې په ارزگان ولایت کې د نجونو یوازي يو ښوونځی فعاله دی. هغه زياتوي چې په ارزگان کې ډیرې نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې دي. د هغې په وينا په ولایت کې یې اوس هم په جبر او تر قانوني سن پوره کیدو مخکې ودونه کیږي: «۱۲ کلنې او ۱۳ کلنې نجونې ۲۱ کلونو هلکانو ته ودیږي. دا یوه ډیره ستونزمنه موضوع ده. زده کړه خو پریږده چې هغوی خپل کیڼ او ښې لاس لا نه پیژني.»

د ښارونو او کلیو توپیر

په کابل کې راټول شویو ښځو ټینگار وکړ چې د ښځو ستونزې باید یوازې ښارونو ته خلاصه نه شي. هغوی وایي چې په کلیو کې ښځې له داسې ستونزو سره مخامخ دي چې په ښارونو کې یې اصلا فکر نه کیږي. په افغانستان کې د ښارونو اوسیدونکي د کلیو د اوسیدونکو په پرتله ډیرو روغتیایي او د زده کړې په برخه کې امکاناتو ته لاسرسی لري.

د هغه مشورتي بورد غړي چې له ولسمشر غني سره د ښځو د ستونزو په اړه غږیږي، به په خپلو ولایتونو کې د ښځو په برخه کې له فعالو مدني ټولنو سره په اړیکه کې وي او له ولسمشر سره به د هغوی ارتباط ټینگوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب