1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان هوايي ځواک د ورو پرمختگ په حال کی دی

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

افغان امنیتي ځواک په هغه اندازه د جنگي الوتکو له کمښت سره مخامخ دی، چې تیر کال یې په روسیي Mi–17 ډوله څرخي الوتکو کې وسلې نصب کړې. پر دغو الوتکو د «هوایي تراکتور» نوم ایښودل شوی او د طالبان پر ضد جگړه کې کارول کيږي.

https://p.dw.com/p/1EQQ8
انځور: DW

په داسې حال کې چې افغان ځواکونو ته د هوایي تجهيزاتو د ورکولو پروژه د دوو کلونو له پاره ځنډول شوې ده او د ناټو هوایي ملاتړ هم ډیر کم شوی دی، افغان هوایي ځواک له امنیتي ځواک څخه د ډیر ابتدایي ملاتړ هڅې کوي.

دا چې افغانستان یو پیاوړی هوایي ځواک نه لري، د دغه هيواد امنیتي ځواکونه یې اندیښمن کړي دي. دغه ځواکونه له طالبانو سره په جگړه کې په اوسط ډول هره اوونۍ ۱۰۰ عسکر له لاسه ورکوي.

افغان ځواکونه وایي چې بې له هوایي ځواکه به د دښمن ماتول سخت کار وي. هغوی اوس ځکه ډیره اندېښنه لري چې بهرنیو قواوو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسولی دی او ډیر یې وختي لا له دغه هیواد څخه وتلي دي.

اوس ناټو د شاوخوا ۳۹۰ افغان پیلوټانو په روزنه بوخت دی. د دغو پیلوټانو ډیر یې تکتیکي جنگي تجربه نه لري. پر دې سربیره افغان هوایي ځواک ته د ۱۴۰ الوتکو چې ډیري یې ترانسپورتي دي، د ورکولو ژمنه هم شوې ده.

د دې له پاره چې افغان پوځ یو څه فشارونه کم کړي، په یو شمیر Mi–17 ډوله روسۍ څرخي الوتکو کې یې وسلې نصبې کړي دي. دغه الوتکي اوس له پنځو نورو Mi-35 ډوله جنگي څرخي الوتکو سره یوځای د طالبانو او نورو یاغیانو پر ضد جگړه کې کاریږي. د هوایي ځواک د الوتکو د سانتې د برخي قوماندان ډگروال عبدالشفع نوري، وایي: «دغه الوتکې کفایت نه کوي چې موږ د پوځي عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو ملاتړ وکړو.»

توغندي تیار کړئ

خو په هر حال افغان هوایي ځواک اوس یو څو داسي الوتکي لري چې په جگړه کې کار ځني اخیستلای شي. د دغو ځواکونو په روزنیز مرکز کې چې له کابل څخه لږ لیري دی، افغان پیلوټان Mi–17 ډوله څرخي الوتکې آزمويي.

په تمریناتي الوتنو کې هغوی د تپو پر سر کښته الوتنه کوی. د دغو پیلوټانو امریکایي روزونکي په یوه سیمه کې ولاړو موټرو ته اشاره کوي او وایي: «هدف ویني، هغه په نخښه کړی او توغندی دې هم د توغولو له پاره چمتو کړه.»

په الوتکه کې سپاره افغان ځواکونه لومړی ولاړ موټر په مرمیو ولي او بیا یو توغندی پرې توغوي. د توغندي له توغیدو سره الوتکه هم سخته لړزيږي او یو ولاړ موټر له منځه وړي. خو دا هر څه تمرینات دي او په ریښتينې جگړه کې ښايي شرایط بل ډول شي.

افغان هوایي ځواک غواړي چې تر راتلونکي دوبي پوري تر لسو ډیري Mi–17 ډوله څرخي الوتکې ولري چې په وسلو سمبال وي. د ناټو د هوایي روزني د عملیاتو مشر جنرال مایکل روتستن، وایي: «په هر ځای کې چې افغان هوایي ځواک په جگړه کې ښکیل شي، هغوی یو لوی بدلون راوستلای شي.»

پر دې سربیره به افغان هوایي ځواک د روان کال تر جون میاشتي پوري تر لسو ډیري MD-530 ډوله څرخي الوتکي هم ولري چې په ماشیندارو به سمبال وي. دغه شان شپږ الوتکي به د راتلونکي میاشتي په سر کې افغان ځواکونو ته ورکړل شي.

روتستن وایي چې دا ستونزمنه خبره ده چې سړی په راتلونکي کال کې د افغان هوایي ځواکونو د موثریت وړاند وینه وکړي خو هغه ټینگار کوي چې «دغه ځواکونه به هرو مرو په جگړه کې بدلون راولي».

ډیر لږ نړیوال هوایي ملاتړ

اوس په افغانستان کې د ناټو هوایي عملیات ډیر کم شوي دي. په ۲۰۱۱م کال کې د ناټو الوتکو په افغانستان کې ۱۳۳۰۰۰ پروازه کړې ول چې ۳۴۰۰۰ په جگړه کې د ملاتړ په موخه شوي ول. تیر کال افغان هوایي ځواکونو ۷۰۰۰ الوتنې کړي چې یو شمیر یې په جگړه کې د ځمکنیو قواوو د ملاتړ په موخه وې.

د افغان هوایي ځواک د بیا پر پښو درولو له پاره یوه اووه کلنه پروژه پيل شوې ده خو دغه پروژه څو وارې له ستونزو سره مخامخ شوې. په ۲۰۱۱م کال کې یوه افغان پیلوټ د کابل په هوایي ډگر کې نهه امریکایان ووژل. په ۲۰۱۲م کال کې امریکا متحدو ایالاتو د هغو تورونو په اړه څېړنې پیل کړې چې یو شمیر پیلوټانو د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لاره.

تیر کال هم امریکايي ځواکونو د شل G222 ډوله ایټالیاوي ترانسپورتي الوتکو څخه ډیري یې د اوسپني په بیه وپلورلي ځکه د دغو ځواکونو په خبره افغانانو د دغو الوتکو په ساتنه نه پوهیدل.

افغان هوایي ځواک اوس هم د شل A-29 Super Tucano ډوله جنگي الوتکو ترلاسه کولو ته په تمه دي. دغه الوتکې پر دښمن باندي د بمونو اچولو توان لري. په اصل کې باید دغه الوتکې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته ورکړل شوي وای، خو داسې ښکاري چې د روان کال تر پایه پوري هغه افغان ځواکونو ته و نه رسیږي.

ناټو باید نه یوازي افغان پیلوټانو ته د نوو الوتکو الوزول زده کړې، بلکې باید هغوی ته د دغو الوتکو تکتیکي کارونه هم وښيي. ځوان افغان پیلوټان باید له ځمکني ځواکونو سره همغږي، یو ځای پرواز کول، د دښمن تشخیصول او د ملکي تلفاتو د کمولو په اړه زده کړي وکړي.

د دښمن د ځپلو تر څنگ د افغان هوایي ځواک یوه بله دنده د امنیتي ځواکونو د ژوند ژغورل دي. تیر کال ډیر افغان سرتيري ځکه ووژل شول چې پر وخت روغتونونو ته و نه رسیدل.