1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان معلولان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي

حسین سيرت۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

د ډسمبر مياشتي ۳ نېټه په نړۍ کې د معلولانو نړیوالي ورځ لمانځل کیږي. که څه هم افغان چارواکي وایي چې د معلولانو له پاره ډیر څه شوي دي، خو پخپله معلولان بیا وایي چې د هغوی له پاره کار نه دی شوی.

https://p.dw.com/p/1Dykk
انځور: Getty Images/Aref Karimi/AFP

ځانمرگي بریدونه، د سړک د غاړي بمونه، جگړې او پولیو هره ورځ د افغانستان د معلولینو په شمیر کې زیاتوالی راولي. په دې هیواد کې معلولین سخت ژوند لري، ځکه د هغوی ډیر يې له داسي تکنالوژۍ او امکاناتو څخه بې برخي دي چې ژوند یې ورته اسانه کوي.

د افغانستان د شهدانو او معلولینو په وزارت کې د ثبت شوو معلولینو رسمي شمیر ۸۰۰۰۰۰ تنو ته رسیږي. خو افغان چارواکي وایي چې رسمي شمیره بیا تر دې هم لوړه ده. د دغو چارواکو په حواله په افغانستان کې تر یوه میلیون ډیر معلولین ژوند کوي.

د دغه وزارت معین واصل نور مهمند، د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د ډسمبر ۳) په کابل کې د معلولینو د نړیوالي ورځې د لمانځنې په مراسمو کې وویل: «نن یووار بیا ژمنه کوو چې د معلولینو له حقوقو څخه به دفاع وکړو او هغوی ته به لا ښه خدمتونه وړاندي کړو.»

مهمند روښانه کړه چې همدا اوس د افغانستان په دولتي ادارو کې ۵۰۰ معلولین په کار گومارل شوي دي. هغه وویل چې همداراز معلولینو ته ۸۰۰۰ نمرې مځکي هم ویشل شوی دي. دا په داسي حال کې ده چې د معلولینو له حقوقو څخه دفاع کوونکو سازمانونو ویلي دي چې په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې د پام وړ نه دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي دي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د معلولو کسانو د ملاتړ کانوینسیون لاسلیک کړی دی، خو په اصل کې د دې کانونیسیون مواد نه عملي کوي.

د دې کمیسیون د شمیرو له مخې د ۱۹۶۰۰۰ افغان معلولو ماشومانو څخه یوازي ۳۱۰۰ یې زده کړو ته لاسرسی لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې ټول افغانان زده کړې ته د لاسرسي حق لري.

د بشري حقونو کمېسیون مشري سیما سمر، په دې مراسمو کې وویل چې په اساسي توگه د معلولینو د ستونزو د حلیدو له پاره باید یوه پراخه سروي وشي او له مخې یې ټول اقدامات تنظیم شي. هغه وویل: «دا امکان نه لري چې د ټولو معلولینو له پاره یوه رشته په پام کې ونیسو. هر څوک کولای نه شي چې نجاري وکي. یو ړوند کس کولای نه شي چې خیاطي وکړي. ځکه نو ټول دغه موضوعات باید په پام کې ونیول شي او د هر معلول د اړتیا پر اساس باید ورته د کار زمینه او د ژوند اسانتیاوي برابري شي.»

د معلولانو له پاره د استوگني د مناسبو ځایونو برابرول، د هغوی د حقوقو په اړه د پراخو برنامو جوړول او د اشارې په ژبه په ملي تلویزیون کې د برنامو خپریدل نور هغه وړاندیزونه ول چې په دې غونډه کې وشول.