1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت امنيتي تړون لاسليک کوي

۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي یوه وياند داود سلطان زوی، ویلي دي چې ولسمشر به د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتي تړون د سه شنبې په ورځ لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/1DNDP
انځور: Getty Images

تر دې دمخه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د دې تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه او ویلي یې ول، تر هغه وخته پورې چې امریکا په افغانستان کې سوله را نه ولي نو دغه تړون به لاسلیک نه کړی.

سلطان زوی ویلي دي: «د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تړون به سبا [د سه شنبې په ورځ] لاسلیک شي. دغه سند به ولسمشر نه بلکې یو لوړپوړی وزیر لاسلیک کړي.»

بله خوا بيا د متحدو ايالاتو د ولسمشر باراک اوباما مشاور جان پودېستا په کابل کي يوه خبري کنفرانس ته ويلي دي چي دغه تړون به د امریکا متحدو ایالاتو په استازیتوب دی لاسلیک کړی. خو هغه وویل چی تراوسه پوري هغه خبر نه دی چي د افغانستان له خوا به څوک دا کار وکړي.

داودزي ویلي دي چې دا د ولسمشر غني له خوا د هغه د ژمنو پوره کول دی: «د دې سند لاسلیکدل ښيي چې ولسمشر خپلې ژمنې پوره کوي. هغه ژمنه کړې وه چې تر لوړي یوه ورځ وروسته به دغه سند لاسلیک کړي او اوس همدا کار کوي.»

تر دې دمخه یوې مشورتي لویې جرگې هم پریکړه کړې وه چې دغه سند دې لاسلیک شي، خو ولسمشر کرزي پر خپلو شرطونو باندي په ټینگار سره سمدستي د هغه له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه.

ډاکټر اشرف غني احمدزي، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر په توگه لوړه وکړه او په دې ترتیب سره په افغانستان کې اوږد څو میاشتنی ټاکنیز کړکېچ پای ته ورسید.

د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتي ټړون له مخي به شاوخوا ۹۸۰۰ امریکايي عسکر تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې میشت وي. د دغو ځواکونو شمیر به تر ۲۰۱۶ کال پوري نور هم کم شي.

د امریکا متحده ایالاتو تر څنگ د ناټو نور غړي هیوادونه هم غواړي په افغانستان کې خپل یو شمیر ځواکونه وساته، څو د دې هیواد د امنیتي ځواکونو له روزني سره مرسته وکړي. ویل کیږي چې په ۲۰۱۵ کال کې به په افغانستان کې د میشتو بهرنیو سرتیرو شمیر ۱۲۵۰۰ تنو ته ورسیږي چې نزدې ۸۰۰ آلمانیان به هم پکښې شامل وي.