1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت ډله، يزيدي ښځي پلوري

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۵, سه‌شنبه

د عراق په شمال کي د اسلامي دولت ډلي له خوا پر يزيدي سيمي باندي په يرغل کي نژدې ۵۰۰۰ ښځي او نجوني تښتول سوي دي. له دغو ښځو څخه پنځو تنو ئې د هغه جريان په اړه کيسه کړې ده چي پردوی باندي ۲۳ ورځي څه تير سوي دي.

https://p.dw.com/p/1DRaH
Jesidische Frauen und Mädchen
انځور: Martin Durm

داسي ښکاري چي هغه څه چي په دغو ورځو کي پر دغو ښځو باندي تير سوي دي ډېر شرمونکي دي. دوی چي پر مخونو باندي ئې پوړيني راکش کړي او سرونه ئې کښته اچولي دي، د خپلو لاسونو گوتي داسي کښېکاږي لکه ډېر بد کار چي ئې کړی وي.

دغه ښځي د سنجار غرونو له «کورشو» کلي څخه راغلي دي. د دوی کوچنۍ لس کلنه او غټه ئې ۲۰ کلنه ده. دوی تقريباً درې اوونۍ د «اسلامي دولت» ډلي په لاس کي وې.

لس کلنه ظهره وايي: «د اکست مياشتي په لومړيو کي جهاديانو زموږ کلی ونيو او ويې ويل چي تاسي دوې لاري لرئ. يا به مسلمانان کيږي يا به وژل کيږي. خو خلکو نه غوښتل چي مسلمانان سي.»

هغې زياته کړه: «وروسته بيا دغي ډلي موږ په يوه ښوونځي کي واچولو او هلته ئې نارينه راڅخه جلا کړل. زما پلار ئې په وروستۍ ډله کي وو تر هغه وروسته بيا ما زما پلار و نه ليد.»

په تيرو څو اوونيو کي د عراق په شمال کي شاوخوا ۴ لکه يزيديان له خپلو کليو څخه تښتي ته اړسوي دي او په سوونو انسانان وژل سوي دي. د اسلامي دولت ډلي دغه راز نژدې ۵۰۰۰ ښځي له ځان سره د عراق موصل ښار ته تښتولي دي.

دغه شمېرې د غربي ديپلوماتانو او مرسته کوونکو سازمانونو له خوا هم تائيد سوي دي. تروريستي ډلي اسلامي دولت اوس يزيديان خپل هدف گرځولی دی. دوی د يزيديانو نارينه وژني او ښځي ئې لکه د ظهرې او د هغې د څلورو خوندو په شان له ځانه سره بيايي.

د تښتول سوو ښځو ډلي

ظهره وايي چي په دغه شپه موږ دوه ساعته هم خوب ونه کا. موږ ئې پر څلور بجې سهار د موصل پر خوا روان کړو. ښځي ئې پر څو ډلو وويې شلې.

دا وايي یوه سړي زما ځواني خور ته وويل چي حجاب دي پټ کړه. زما مور په غوسې سره ورته وويل چي ته ولي زما لور ته وايي چي حجاب دي وساته. هغه بيا وويل، دا بايد خپل ځان په حجاب کي کړي که نه زه ئې وژنم. زما مور په ژړا پيل وکړ. هغه وو چي دغه سړي زما مور ووهله او له ځانه سره ئې بوتلله.

تښتېدلي يزيديان د مرستي اخيستلو په حال کي
تښتېدلي يزيديان د مرستي اخيستلو په حال کيانځور: Hermione Gee

قربانيان له ټولنيز شرمه ډار لري

په عراق کي د بشري حقونو يوه پيژندله سوې فعاله سوزان عارف وايي: «په موصل کي داسي يو دفتر پرانيستل سوی دی چي هلته سړی د ښځو عکسونه ليدلای سي او د بيي په اړه ئې پوښتنه کولای سي.»

هغې زیاته کړې ده چي د هغو ښځو د معلوماتو له مخي چي د اسلامي دولت ډلي په لاس ورغلي او بيرته ځني تښتېدلي دي «عيسوياني تر يزيديانو په گرانه بيه خرڅيږي.»

د مېرمن عارف د معلوماتو له مخي «د ښځو له تښتولو سره سم پر ډيرو باندي ئې جنسي تيری هم کيږي. تښتول سوي ښځي لومړی د جهاديانو له خوا په خپلو مينځونو کي ويشل کيږي او کله چي دوی ساړه سي؛ بيا نو دغه ښځي خرڅوي او نوري ډلي راولي.»

د اسلامي ډلي له خوا له تښتول سوو ۵۰۰۰ ښځو څخه تر اوسه پوري ۴۳ تنې توانېدلي دي چي بيرته د هغوی له منگولو ځانونه خلاص کړي. دا چي دغه ښځي څرنگه خلاصي سوي تر اوسه پوري معلومه نه ده.

داسي ويل کيږي چي په فلوجه او موصل کي سني شيخان د ښځو په خلاصونه کي په پيسو سره منځگړتوب کړی دئ. ويل کيږي چي دغه د تښتول سوو ښځو د خلاصون له پاره يوازنۍ لاره ده. کېدای سي چي دغه پنځه خويندي هم له دغي لاري په پيسو سره رانيول سوي او آزادي سوي وي. خو دوی اوس په دې اړه څه نه وايي. دوی بيريږي چي د يزيديانو په سنتي ټولنه کي به د خرابو ښځو په سترگه ورته کتل کيږي، ځکه نو دوی اوس ناستي سرونه ئې کښته ځوړند او له شرمه پورته کتلای نه سي.

ظهره په پای کي وايي: «زه بايد اوس نور مور او پلار پيدا کړم»، «نه پوهيږم چي زموږ څخه به څه جوړي سي؟»