1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت، په عراق کې لرغوني آثار ویجاړ کړي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ اسفند ۸, جمعه

د افراطي ډلې «اسلامی دولت» له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپرې شوي ویدیو کې ښوول کیږي چې د دغې ډلې جنگیالي د برمو او مارتول په واسطه د عراق په موصل ښار کې ډیر ارزښت لرونکي تاریخي توکې له منځه وړي.

https://p.dw.com/p/1Eih0
انځور: Quelle: Islamischer Staat/Internet

دغه کار په نړیواله کچه غندل شوی دی. د تاریخي توکو یو شمیر کارپوهانو د «اسلامي دولت» له خوا د تاریخو توکو ویجاړول په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بودا د مجسمو له ویجاړولو سره پرتله کړی دی.

د ملگرو ملتونو د کلتوري چارو نمایندگۍ یا یونیسکو د امنیت شورا د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده او ویلي يې دي چې د تاریخی توکو ساتنه د عراق د امنیت یوه مهمه برخه ده.

د اسلامي دولت له خوا په خپره شوې ویدیو کې ښوول کیږي چې د دې ډلې جنگیالي د موصل ښار په موزیم کې مجسمې په مارتول ماتوي. په دې موزیم که داسې مجسمې هم شته چې له میلاد څخه څو پيړۍ مخکې جوړې شوې دي.

د اسلامي دولت یو غړی د کمرې پر وړاندې د مجسمو د ویجاړولو پر مهال وایي: «مسلمانانو! دغه مجسمې ېې زما تر شا دي د هغو پخوانیو کسانو معبودان دي چې د خدای پر ځای یې د دوی عبادت کاوه.»

دغه جنگیالی زیاتوي: «اشوریانو، اکدیانو او نورو خلکو د باران، د باغداري، د جگړې ... له پاره بېل بېل خدایان لرل. هغو به هڅه کوله چې د تحفو له ورکولو سره خپلو خدایانو ته لا پسې نزدې شي.» د اسلامي دولت دغه غړی همداراز وايي چې د اسلام پیغمبر له مکې څخه دغه شان بتان ایستلي او مات کړي وو.

کارپوهان وایي په هغو تاریخي آثارو کې چې له منځه وړل شوي دي ډیر اصلي مجسمې هم شامل دي. پر دې سربیره داسې مجسمې هم ویجاړې شوې دي چې د اصلي تاریخي توکو له مخې جوړې شوې وې.

نیویارک کې د میتروپولیتن موزیم مشر توماس کمپبیل، دغه کار غندلی دی او هغه یې په منځني ختیځ کې د یوه ډیر مهم موزیم له منځه وړل بللي دي. هغه په یوه بیانیه کې ویلي دي: «پر غوره هنر، تاریخ او پر انساني علم باندې دغه بې فکره برید نه یوازې د موصل پر موزیم باندې حمله ده، بلکې پر هغې نړیوالې ژمنې باندې هم حمله ده چې غواړي خلک د هنر له لارې سره یوځای کړي او د خلکو په منځ کې تفاهم رامنځ ته کړي.»

هغه تاریخي توکې چې ویجاړ شوي دي د اشوریه دوران سره تړاو لري. لا تر اوسه په دغه موزیم کې د اسلامي تاریخ پورې تړلو توکو برخلیک روښانه نه دي.

له پنسلوینا پوهنتون څخه چارلز ای جانز، ویلي دي: «دا د هغوی [اسلامي دولت غړو] د بامیان په څیر اقدام دی.»

تر دې مخکې د اسلامي دولت غړو په موصل ښار کې یو تاریخي مسجد هم له منځه وړی وو. په عمان کې میشت عراقی پروفیسور احسان فیتي، د اسلامي دولت دغه اقدام یو ډیر لوی زیان او د باور نه وړ فرهنگي تروریزم بللی دی. دغه پروفیسور ویلي دي چې د اسلامي دولت غړو ځکه دغه مسجد الوزولی دی چې په کې یو زیارت هم پروت وو.

د یونیسکو مشرې ارینا بوکووا، ویلي دي چې هغې په دې اړه د امنیت شورا یو بیړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده. هغې زیاته کړې ده: «دغه برید تر یوې فرهنگي تراژیدۍ لویه خبره ده. دغه اقدام په عراق کې فرقه پالنې، له تاوتریخوالي ډک افراطیت او جگړې ته لمن وهي.»

د اسلامي دولت غړي د تیر کال له جون میاشتې راهیسې پر موصل ښار باندې کنترول لري. هغوی په سیتماتیک ډول تاریخي ځایونه له منځه وړي دي.