1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت پر کوباني نوي بریدونه کړي

عبدالباري حکیم (afp, dpa)۱۳۹۳ مهر ۲۹, سه‌شنبه

امريکا متحده ایالات د سوریې په سرحدي ښار کوباني کې کردي جنگیالیو ته وسلې لیږي. ترکیې اعلان کړی دی چې د کردي پیشمرگو پر مخ به خپله پوله پرانیزې ترڅو کوباني کې د «اسلامي دولت» ملیشو پر ضد وجنگیږي.

https://p.dw.com/p/1DZFP
انځور: picture alliance/abaca/Murat Kula

د «اسلامي دولت» نومو ملیشو د ترکیې په گاوڼدیتوب کې په پروت ښار کوباني، کې پر یو لړ نویو بریدونو باندې لاس پورې کړی دی. د سورېې د بشري حقونو څارونکې ډلې د معلوماتو له مخې د کوباني په شمال کې وروسته له دوو ځانمرگو بریدونو، د اسلامي دولت ډلې پر دغه ښار باندی په ټولو جبهو کې بریدونه پیل کړي دي. ویل کیږي چې د دغو ملیشو پر وړاندې کردي جنگیالي سخت مقاومت کوي.

تر دې مخکې د متحده ایالاتو پوځ په کوباني کې د کردانو ولس ساتونکی ټولگی یا YPG د لومړي ځل له پاره د هوا له لاری په وسلو سمبال کړ. په فلوریدا کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانې د وینا له مخېC130 ډوله ترانسپورتي الوتکو د کوباني ښار ته نژدی د وسلو جنگي مهماتو او درملو یو گڼ شمیر بستې د هوا له لاری گوزار کړې.

ترکیې کردي جنگیالیو ته اجازه ورکوي چی کوباني ته تیر شي

سربیره پر دې اوسYPG د ترکیې له دې نوي دریځ څخه چې له عراق څخه د کردي پیشمرگو پر مخ یې خپله پوله پرانیستې ده، گټه پورته کوي. له دې سره د «اسلامي دولت» پر ضد د هغوی دفاعی قوت نور هم پیاړی کیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولوت چیوس اوغلو، په انقره کې د ژورنالیستاتو پر وړاندې وویل: «موږ اجازه ورکوو چې د پیشمرگو [جنگیالیو] ټولگي دې له پولې څخه تیر شي.» نوموړي زیاته کړه: «ترکیه هیڅ نه غواړي چې د ترکیې په گاونډیتوب کې پروت ښار کوباني د جهادیستاتو لاس ته ولویږي.» د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر په دی هکله نور جزئیات بربنډ نه کړل.

د عراقي کردانو خبري ویب پاڼې «رودا» د نا معلومو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې په دی اړه ترکیې د عراق په شمال کې د کردانو د خپلواکمنې ادارې د مشر مسعود بارزاني، غوښتنه ومنله. د عراق په شمال کې د کردانو د خپلواکمنې سیمې او د کوباني د ښار تر منځ پرتې سیمې د «اسلامي دولت» نومو ملیشو تر کنترول لاندې دي. کوباني ته ځمکنې لار اوس یوازې له ترکیې څخه تیریږي. په عراق کې په زرهاو خلک د «اسلامي دولت» له بریدونو څخه په تیښته کې دي.

په عراق کې نوموړي جهادیستان د «دیالي» په ولایت کې د کردانو تر کنترول لاندې ښار «کره تپه» باندې برید کړی دی. د چارواکو د وینا له مخې په دغه برید کې لس کسان وژل شوي دي. ویل کیږي چی په زرهاو کسان همداراز د تیښتې په حال کې دي. په رپوټونو کې راغلي دي چې د «اسلامي دولت» ډلې یو ځل بیا پر یزدی لږکیو باندې بریدونه کړي دي. د کردانو «رودا» خبري ویب پاڼې د یزدیانو د ولسی دفاع قوماندان له خولی وویل: «د اسلامي دولت د ملیشو یو سترې ډلې له خپلو نقلیه وسیالو سره د زینجارغرنۍ سیمې په لور د پرمختگ په حال کې لیدل کیږي.»

یوه اوونې مخکې د «اسلامي دولت » ملیشو د غې سیمې ته چې د سورېې پولې ته نزدی پرته ده لارې بندې کړی وې. په دې سیمه کې تقریباً ۷۰۰۰ یزیدان دیره شوي دي.

په عین وخت کې د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي، په خپل هیواد کې د کړکیچن وضعیت په هکله د خبرو اترو له پاره تهران ته تللی دی. ویل کیږي چې د «اسلامي دولت» د ترهگرو پر ضد گډه مقابله د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د هغه د خبرو اترو مهمه موضوع ده. دغه افراطي اسلامپاله یاغیان اوس د عراق او سورېې د خاروې دریمه برخه تر خپل کنترول لاندی لری.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب