1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد: ۲ وژل سوي او ۵۰۰ ژوبل دي

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۹, یکشنبه

د شنبې په ماخستن (د اګست ۳۰مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د لومړي وزیر د کور پر لور د مظاهره کوونکو مارش د مخنیوي له پاره پولیس له تشدد څخه کار واخیست. په دې ترڅ کې تر ۴۰۰ ډیر کسان ټپیان شوې دي.

https://p.dw.com/p/1D4Im
انځور: Reuters

د لومړي وزیر نوازشريف کور مخې ته د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان ولسي تحریک گوندونو په زرگونو احتجاج کوونکو ته مظاهره په ډیره لوړه بیه تمامه شوه. پوليسو د پارلمان ودانۍ مخې ته د مظاهره کوونکو د مخنوي په خاطر له ربړي مرمیو او اوښکي بهونکي گاز څخه کار واخیست.

د فرانس پرېس خبري اژانس په حواله په تاوتريخوالي کي دوه کسان وژل شوي هم دي. زياته سوې چي پولیسو په لسگونو مظاهره کوونکي نیولي هم دي. داسې اوازې هم شته چې حکومت د پاکستان ولسي تحریک گوند مشر طاهر القادري او د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د نیولو اراده لري.

«په سلهاؤ ټپياين دي»

د سیمه ییزو طبي کارکوونکو په حواله لویو روغتونونو ته ډیر شمیر ټپیان هم راوستل شوې دي. د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل سائنس او پولي کلینیک په روغتونونو کې هم اضطراري حالت قایم دی. د پاکستان میډیکل انستیتیوت روغتون د ویاند په حواله د دغه روغتون د بیړنیو پيښو سرویس ته تر ۱۶۴ ډیر ټپیان راواستل شوې دي.

همدارنگه په پولي کلینیک هم کې هم اضطراري حالت واکمن دی او دغه روغتون ته هم په لسگونو ټپیان لیږدول شوې دي. د پاکستان مسلم لیگ (ق) گوند مشر چوهدري شجاعت حسن هم په دې ترڅ کې د اوښکي بهونکي گاز د ډبلي د لږیدو له امله ټپي شوې دی. د مظاهره کوونکو له خوا د ډبرو غورځولو په نتیجه کې د ۲۰ تنو پولیسو د ټپې کیدو اطلاع هم ورکړل شوې.

مظاهره کوونکو د پولیسو له خوا د اوښکي بهونکي گاز او ربړي مرمیو تر استعمال وروسته د لومړي وزیر د کور پر لور جوړه شوې کټاره هم ماته کړه او ورننوتل. دغې ساحې ته داخل شویو مظاهره کوونکو د پارلمان ودانۍ مخې ته په یو ستر چمن کې خپل احتجاج جاري ساتلې، خو د پولیسو له خوا پرې اوښکي بهونکي گاز استعمالیږي.

په نورو ښارونو کي هم احتجاجونه شوي

Protest in Pakistan 28.08.2014
انځور: Reuters

د پارلماني ودانۍ د حفاظت له پاره گمارل شوی پوځ دغې ودانۍ ته د مظاهره کوونکو د داخلیدو مخه نیولې. د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان او د پاکستان د ولسي تحریک مشر ډاکټر طاهر القادري هم له مظاهره کوونکو سره ملگري ول.

د شنبې او یکشنې تر منځ شپه کي تر مظاهرو وروسته د يادو دواړو گوندونو پلویانو د پاکستان په یو شمیر نورو ښارونو کې هم د مظاهرو لړۍ پیل کړې. په لاهور کې لیبرټي مارکیټ ته نږدې هم د عمران خان پلویانو مظاهرې کړې دي چې په ځواب کې يي د پولیسو له خوا اوښکي بهونکې گاز استعمال شوی دی.

په لاهور کې مظاهره کوونکو ټایرونو ته اورلگولې وو. د پاکستان په ملتان، سیالکوټ او نورو ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي. د تحریک انصاف او پاکستان ولسي تحریک د گوندونو له خوا نن د یکشنبې په ورځ (د اګست ۳۱مه) په ټول هیواد کې د اعتصاب اعلان شوی دی.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د تیرو دوو اونیو راهېسې د تیرکال په ټاکنو کې د ادعا شوو درغليو پر ضد احتجاجونه روان دي. د پاکستان تحریک انصاف گوند د اگست د میاشتې په ۱۴ نیټه یو اوږد احتجاجي مارش له لاهور ښار څخه د اسلام آباد پر لور پل کړ. دې ته ورته یو بل مارش د پاکستان ولسي تحریک گوند له خوا هم پیل شو. په همدې منځ کې دوه ورځې مخکې داسې اطلاعات خپاره شوې ول چې پوځ به د وضعیت د بهترولو له پاره منځگړيتوب وکړي.