1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل يو جانبه اوربند لغوه اعلان کړ

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۵, یکشنبه

اسرائیل وايي چي د فلسطيني اړخ لخوا ورباندي د راکټي بريدونو وروسته يې خپل يو جانبه اوربند بېرته لغوه کړی دی. اسرائيل تر مخه د شنبې د ورځي ۱۲ ساعته اوربند د ۲۴ ساعتو لپاره غزولی ؤ.

https://p.dw.com/p/1CjVq
Lage in Israel Palästina (Ende der Waffenruhe)
انځور: picture-alliance/dpa

د جګړې د بېرته پېل څخه تر مخه د اسرائیلو امنیتي کابینې پریکړه کړې وه چې د شنبې د ورځي ۱۲ ساعته « بشر دوستانه اوربند» به د یکشنبې تر ماښامه پوري وغزوي. د اسرائیلي پوځ په اعلامیه کې راغلي ول چې البته د غزې له خوا د هر ډول برید په مقابل کې د غبرگون حق محفوظ دی. اسرائيل د يکشنبې په ورځ وويل چي پر خاوره يې د فلسطين له اړخ څخه راکټونه اورول سوي دي او دا چي اعلان کړل سوی يوجانبه اوربند بېرته لغوه دی.

خو حماس د اسرائیلو له لورې د اوربند د غزول کېدو له اعلان سره مخالفت کړی ؤ. د دغې ډلې ویاند فورې برهون، ویلي ول:« بې له دې چې اسرائیلي ټانکونه له غزې څخه پرشا تگ وکړي او د دغې سیمي اوسیدونکي بیرته خپلو کورونو ته ستانه نه شي دغه اوربند اعتبار نه لري». برهون زیاته کړې وه چې امبولانسونه باید بې له کوم خنډ او ممانعت څخه د جسدونو د ځای پرځای کولو امکانات ولري.

د يو جانبه اوربند پرېکړه د اسرائيل کابينې کړې وه

د اسرائیلو امنیتي کابینې د ملگرو ملتونو د غوښتنې پر اساس وروسته تر دې چې ۱۲ ساعته اوربند( د جولای په ۲۶) يي ۴ ساعته نور هم تمدید کړ، د نورو ۲۴ ساعتونو له پاره د دغه اوربند د غزولو پریکړه وکړه. دغه اوربند د حماس د تونلونو د ویجاړولو په شرط رامنځته شوی ؤ.

بې له قید او شرط څخه د دواړو خوا تر منځ د یوه دوامداره اوربند د رامنځته کیدو په هکله خوشبیني نه لیدل کیږي. حماس د اسرائیلو او مصر له خوا په بشپړ ډول د غزې د محاصرې ختمول او د مدیترانې په سمندر کې د کب نیولو د حق د پراختیا غوښتنه لري.

Lage in Israel Palästina (Tag der Waffenruhe)
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images

بالمقابل اسرئیلو د فلسطیني سیمو د غیرې نظامي کیدو غوښتنه مطرح کړې. اسرائيل له دې امله پر خپلې دغې غوښتنې ټینگار کوې چې د حماس ډله د خپلو توغندیزو بریدونو په وسیله دغه هیواد ته گواښ ورپيښ کړی دی.

د شنبې په ورځ حماس د څلور ساعته اوربند له غزول کیدو لږ مخکي پر اسرائیلو څخه توغندي فیر کړي ول. اسرائیلي پوځ د تل ابیب او اشکلون پر لور له ۴ څخه تر۵ توغندیو د توغول کیدو خبر ورکړی ؤ چې هیڅ چاته په کښې ځانې او مالي تاوان نه دی رسیدلې.

تر نړیدلو ودانیو لاندي لسگونه جسدونه موندل شوي دي

په غزه کې د شنبې د ورځي (د جولای ۲۶مه) د دولس ساعته اوربند په ترڅ کې د زورزیاتي په پيښو کې ښکاره کموالې لیدل کیده. وروسته د ۸ وروځو پرله پسې سختو بمباریو مرسته رسونکي وتوانیدل چې هغو سیمو ته ننوزي کوم چې مخکي تر دې ورتگ ورته امکان نه درلود.

د غزې اوسیدونکو د اوربند له فرصت څخه د خپلو کورنیو د غړو جسدونو د پیدا کولو له پاره استفاده وکړله. د شنبې په ورځ تر ۱۳۰ ډیر جسدونه د شجاعیه او خان یونس په سیمو کې تر خرابو لاندي وموندل شول. اټکل کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به هم د ویجاړو شوو ودانیو لاندي نور جسدونه هم وموندل شي. په عین وخت کې مرستدویه ټیمونه هیله مند دي چې تر دغو خرابو لاندي ژوندی پاتې شوې خلک به را وباسي.

Lage in Israel Palästina (Tag der Waffenruhe)
انځور: Getty Images

د فلسطینې سرچینو په حواله د تیرو ۱۸ ورځنیو خونړیو پيښو د قربانیانو شمیر ۱۰۳۰ تنو ته رسیدلې دی. ډیر شمیر وژل شوې کسان ملکي خلک دي. په غزه کې روغتیايي مسئولین وايي چې د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې تر ۶ زرو ډیر کسان ټپیان شوې دي. په دغه جگړه کې ۳۷ تنه اسرائيلي سرتیري او درې تنه ملکي اسرائیلیان هم وژل شوې دي.

د پاريس غونډه

سر بیره پر دې د منځني ختیځ په کړکیچ کې د اوربند لپاره د ترکیې او قطر په شمول د یو شمیر لویدیځو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ (د جولای ۲۶مه) په پاریس کې غونډه وکړه. په دغه غونډه کې چي د فرانسی د بهرنیو چارو وزیر، لاورنت فابیوس په کوربه توب دایره شوې وه، د متحده ایالاتو او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو، جان کیری او فرانک والتر شتاین مایر هم گډون درلود.


په داسي حال کې چي لویدیځ هيوادونه حماس د یو ترهگر سازمان په توگه پیژني، قطر او ترکیه نه یواځې دا چي له حماس سره اړیکې لري، بلکه په هغه باندي تر یوې کچې نفوذ هم لري. کیري چې له دې مخکې يې په مصر کې د یو اوربند لپاره هڅه وکړه، هیله من دی چې دغه دواړه هیوادونه له خپل نفوذ څخه کار واخلي او حماس قانع کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «په پاریس کې د غونډې هدف دا نه دی چی اوس سمدلاسه په دې هکله خبرې وشي چې څوک د روان کړکیچ لپاره گرم دی او یا څوک مسوولیت پر غاړه لري. ښکاره ده چی په دې هکله د راغوڼد شوو بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ اختلاف نظر موجود دی. په دې غونډه کې باید زمونږ هدف دا وي چې څرنگه کولای شو د خلکو د وژڼې لړۍ ته سمدلاسه خاتمه ورکړو.»