1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان په کابل کي سوداگريز مرکز پرانيزي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

د افغانستان او ازبکستان چارواکو د سوداگرۍ، انرژۍ، ترانسپورت او ترانزيت په برخه کي پر يوه پروتوکول باندي سره سلا او لاسليک کړ. په پلان کي ده چي په کابل کي د ازبکستان يو سوداگريز مرکز هم پرانيستل سي.

https://p.dw.com/p/1FM5Q
انځور: DW/A.Weißkopf

د ازبکستان رسنيو ويلي دي چي په تاشکند کي د دواړو هيوادونو د استازو تر منځ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۶مه) په غونډه کي پر دې باندي هم خبري وسوې چي په نژدې راتلونکې کي به په تاشکند او کابل کي نندارتونونه پرانيستل سي.

د دغي غونډي مشري د ازبکسان له اړخه د دغه هيواد د بهرنيو اقتصادي اړيکو او پانگوني وزير يلر غنيف او د افغانستان له اړخه د خپلواکو هيوادونو مشترک المنافع ټولني له پاره د جمهور رئيس محمد اشرف غني ځانگړي استازي محمد شاکر کارگر کوله.

د دغه پروتوکول له مخي افغانستان او ازبکستان به د اورگاډي ترانسپورت ته پراختيا ورکړي، چي په ځانگړې توگه به ئې هدف مزارشريف او هرات وي.

په پلان کي ده چي په نژدې راتلونکې کي به د کابل او تاشکند تر منځ پروازونه هم پيل سي. ازبکستان په پام کي لري چي په کابل کي د «ازبکستان سوداگريز مرکز» پرانيزي.

تر اوسه د ازبکسان په سوداگريزو معملو کي د افغانستان ونډه يوازي ۴ سلنه ده.

اوس په ازبکستان کي د افغاني سوداگرو ۱۲۲ شرکتونه فعاليت کوي، چي ۳۹ ئې سل سلنه بهرني توکي بازار ته وړاندي کوي.