1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ډیرو امریکایانو پاتیدل سوله ستونزمنوي؟

مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سه‌شنبه

د سولې شورا یوه غړي رویترز ته ویلي چې په افغانستان کې د لا ډیرو امریکایي ځواکونو پاتې کیدل د سولې بهیر ستونزمنوي. خو د دې شورا بل غړي بیا دویچه ویله ته وویل چې دا موضوع باید د سولې د نه کولو له پاره پلمه و نه گرځول شي.

https://p.dw.com/p/1F04q
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Army Pfc. Andrya Hill

د رویترز خبري آژانس د سولې عالي شورا د ویاند شهزاده شاهد، په حواله لیکلي دي چې دغه پریکړه کیدای شي د سولې بهیر له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي ځکه چې د دغه افغان چارواکي په خبره د طالب جنګیالیو لومړنۍ غوښتنه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل دي. هغه د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا به په یقیني توګه د سولې هلې ځلې له لا پسې مغلقې کړي ځکه طالبانو تل غوښتي چې بهرني ځواکونه په خاصه توګه بیا امریکایان له افغانستان څخه ووځي.»

د مخکنی پلان له مخې باید د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د څه نا څه ۱۰۰۰۰ میشتو امریکایي ځواکونو له ډلې څخه نیمایي يې خپل هیواد ته ستانه شوي وای. خو امریکا متحده ایالاتو ته د ولسمشر محمد اشرف غني، د وروستي سفر په ترڅ کې پریکړه وشوه چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي ځواکونه میشت وي. دا چې په راتلونکي کال کې به څومره امریکان په افغانستان کې پر دنده بوخت وي، لا روښانه نه ده.

افغان حکومت له ۲۰۱۰ کال راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه له طالبانو سره د سولې کولو له لارې پای ته ورسوي. که څه هم په دې موده کې افغان چارواکو څو وارې پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، خو دغې ډلې تر اوسه پورې د افغان حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

«جګړې ته دوام ورکوو»

طالب جنګیالیو د ولسمشر غني د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور له غځیدو سره به د سولې بهیر له ستونزې سره مخامخ شي او هغوی به تر هغه وخته پورې خپلې جګړې ته دوام ورکړي چې امریکايي ځواکونه افغانستان پریږدي.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې د سولې له پاره هلې ځلې روانې دي خو هغه ټینګار وکړ چې د سولې بهیر اوس تر پخوا هم پیچلی شوی دی. هغه روښانه کړه چې په افغانستان کې پاتې کیدونکي امریکایي ځواکونه به په جګړه کې میشت نه وي او یوازې د افغانستان د روزنې او تجهیز ته به دوام ورکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه موضوع به د سولې د نه راتلو له پاره په پلمه باندې وا نه وړي:

«تر هغه وروسته چې د افغانستان امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول، بهرني ځواکونه له موږ سره د جګړې په ډګر کې ښکیل نه دي او نه هم باید ښکیل ووسي. تاسو پوهیږئ چې اوس په افغانستان کې نړیوالې ژمنې د روزنې، تجهیز او د ظرفیت د لوړوالي په برخه کې دي. له دې کبله زه هیله لرم چې له دې کبله به د سولې په بهیر کې کومه پلمه رامنځ ته نه شي.»

محتطانه خوشبیني

ولسمشر غني د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د خپل کار له پیلولو سره هڅه وکړه چې پاکستان، چین، سعودي عربستان او د سیمې یو شمیر نورو هیوادونو ته له سفر کولو سره، د سولې بهیر یو ځل بیا راژوندی کړي. هغه په خاصه توګه له اسلام آباد سره د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅه وکړه چې په خبره یې تر اوسه پورې له کابل سره په «یوې نه اعلان شوې جګړې» کې وو. ولسمشر غني امریکا ته د خپل سفر پر مهال همداراز وویل چې پاکستان ورسره د سولې په بهیر کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او دا چې هغه دې موضوع ته په «محتطانه توگه خوشبینه» دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو کارپوه فاروق بشر، له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې تر هغه وخته پورې چې د افغانستان له خوا د پاکستان اندیښنې له منځه ولاړې نه شي، نو د سولې بهیر به کومې پایلې ته و نه رسیږي ځکه د دغه کارپوه په خبره اسلام آباد تر دې مخکې هم له افغانستان سره د سولې په برخه کې د مرستې ژمنې کړې دي چې هیڅ وخت یې هم پایلې نه دي لرلي: «تر هغه وخته پورې چې امریکا پر پاکستان باندې له خپل فشار څخه استفاده و نه کړي او له سیاسي او اقتصادي لحاظه دغه هیواد تر سخت فشار لاندې را نه ولي نو سوله نه شي راتلای.»

د بشر په خبره پاکستان د ډیورنډ د کرښې او له هندوستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه اندیښنه لري او تر هغه وخته پورې چې دغه اندیښنې ځواب نه شي نو د سولې له بهیر سره به په «صادقانه توګه» مرسته و نه کړي.

لا تر اوسه پورې د سولې د خبرو اترو د پیلیدو نیټه او ځای معلوم نه دی. دا خبره هم روښانه نه ده چې ایا افغان حکومت د طالبانو له مشرانو سره اړیکه لري او که نه. په داسې حال کې چې افغان حکومت تل د سولې د بهیر په اړه خبرې کوي، هم افغان ځواکونه او هم طالبانو یو پر بل باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې په پایله کې ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب