1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په آلمان کي د پنا غوښتني قانون ته اړيتا سته؟

بيتينا مارکس۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

په آلمان کي اوس پر دې باندي تاوده بحثونه روان دي، چي آيا په دغه هیواد کي د پنا غوښتني يوه قانون ته اړتيا سته؟ په آلمان کي پنا غوښتونکو د ځای پر ځای کولو له پاره قانوني مقررات شته.

https://p.dw.com/p/1EkHq
انځور: DW/S. Dege

په آلمان کي د پنا غوښتني د قانون په اړه په ائتلافي حکومت او گوندونو کې نظرونه بېل بېل دي. د بېلگې په توگه د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د داسې یوه قانون مخالف دی. هغه څو اوونۍ د مخه د کډوالۍ په اړه د یوه رپوټ د وړاندي کولو پرمهال وویل چې د پنا غوښتونکو د ځای پر ځای کولو له پاره شته قانوني مقررات بسنه کوي.

خو د آلمان د زرغونو گوند سیاستوال بیا وايي چې د آلمان فیدرالي جمهوریت داسي یوه قانون ته اړتیا لري، څو پنا غوښتنه اداره شي او پنا غوښتونکو ته قانوني ډاډمنتیا ور په برخه شي. له همدې امله په پارلمان کې د زرغونو گوند د گوندي ډلگۍ مشره کاترین گورینگ ایکرد له حکومت څخه د پنا غوښتونکو له پاره د «یوه نوي قانون» د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي.

همدا راز د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند هم د پنا غوښتني د یوه نوي قانون د رامنځ ته کولو غوښتونکی دی. په پارلمان کې د دغه گوند د جناح مشر توماس اوپرمن د کاناډا په څیر د «Point system» یا د «نمرو سسټم» د قانون د رامنځ ته کولو څخه خبره وکړه. د اوپرمن په آند به د دې په مټ د هغو هیوادونو څخه چې تر اروپايي ټولني دباندي دي، د کاري ځواک د راجذبولو لټه وشي.

دا په دې معنا ده چې د پنا هیله درلودونکي ته باید د اړتيا، له آلماني ژبې سره د آشنايي او د دوی د زده کړي په اساس نمرې ورکړل شي او یوه سلنه وټاکل شي چې آلمان هر کال د کومو څانگو له پاره څومره پناغوښتونکو ته اړتیا لري.

د اوپرمن د دې وړاندیز ملاتړ د آلمان سوسیال دیموکرات گوند مشر زیگمر گابریل هم کوي. لږه موده د مخه د «فرانکفورتر الگیمانر څایتونگ» په نوم ورځپاڼي په یوه مقاله کې گابریل د یوه داسې قانون غوښتنه کړې وه چې له مخي یې وسنجول شي چې آلمان د پناغوښتني کوم ډول ته اړتیا لري.

خو د سوسیال دیموکرات گوند نور سیاستوال د مثال په توگه د «نورت راین ویستفالن» ایالت لومړۍ وزیره هانه لوره کرافت او د دغه گوند مرستیال رالف شتیگنر بیا برعکس د داسې یوه قانون اړتیا نه ویني او خبرداری ورکوي چې په دې سره به په آلمان کې د کارگرانو پر معاشونو فشار زیات شي.

دغه سیاستوال د یوه نوي قانون پر ځای د داسي تدابیرو په لاره د اچولو غوښتنه کوي چې د آلماني بې کارانو وړتیا ورسره لوړه شي او همدا بې کاران په هغو ځایونو کې په کارونو بوخت کړل شي چې سړی ورته د بهر څخه د مسلکي کسانو د راوستو پلان لري.

تر اوسه یوازي د آلمان «مسیحي سوسیال گوند» د پنا غوښتني قانون په اړه یو روښانه دريځ غوره کړی دی. دوي په څرگند ډول د پنا غوښتوني قانون ردوي. په پساو ښار کې د دغه گوند مشر هورست زیهوفر وویل: «زه به هیڅکله داسي یو قانون ونه منم.» ده زیاته کړه: «کله چې یو هیواد په کال کې تر یو ميلیون پوري پنا غوښتونکي ولري نو هغه داسي یوه قانون ته اړتیا نه لري چې پنا غوښتونکي لا پسې زیات کړي.»

هغه په دې ترڅ کې په بایرن ایالت کې له کوسوو څخه د زیاتو مهاجرو له راتگ سره هم مخالفت وښود. ده وویل په کوسوو او البانيا کې نور هیڅ ډول سیاسي تعقیب وجود نه لري.

هغه زیاته کړه چې له همدې امله د بالقان هغه مهاجر چې د پنا غوښتني عریضې یې رد شوي وي، باید بیرته ولیږدول شي. خو «مسیحي دیموکرات گوند» بیا څه وايي. که څه هم چي دغه دواړه گوندونه یو و بل ته ډیر نژدې دي خو بیا هم د «مسیحي دیموکرات گوند» مشر پيتر تاوبر د پنا غوښتنې د یوه قانون پلوي وکړه.

ده وویل چې په یوه قانون سره به پنا غوښتونکو ته دا پيغام ورکړل شي چې آلمان دوی ته اړتیا لري. په دې سره تاوبر، په خپله گوندي ډلگۍ کې له هغو سياستوالو سره چې دغه قانون ردوي، په ټکر کې واقع شو.

د آلمان لومړۍ وزیره انگيلا میرکل هم د دغو بحثونو د پايلو په تمه ده. هغې وویل چې په دې اړه لا یوې نتیجې ته نه ده رسېدلې.